د يمن په جنوبي ښار عدن کې نن د ګل په ورځ د يو پوځي تربيتي مرکز نه بهر د شوي ځانمرګي بريد زمه واري داعش قبوله کړې ده . په دغه بريد کې لږ ترلږه ۴۵ کسان وژل شوي چې زياتره يې پوځي تربيت کوؤنکي دي .
تُندروه ډلې داعش د انټرنېټ د لارې جاري کړي بيان کې ويلي يو وسله وال يې د پوځ تربيتي مرکز په هدف کړی دی . بيان کې وئيل شوي چې وسله وال يې د مرکز نه بهر انتظار کولو او چاؤدنه يې کړې ده .
چارواکو ويلي دغه بريد په داسې حال کې شوی چې پوځ کې بهرتي کېدونکي کسان د يمن موقتي پلازمينې عدن ته بهرتي کېدو له راغلي او په قطار کې ولاړ وو.
د حوثي ياغيانو لخوا د يمن پلازمينې صنعا د نيولو نه پس صدر منصور هادي عدن موقتي پلازمينه جوړه کړې ده . د صنعا نيول کېدو نه پس صدر هادي د لږ وخت دپاره سعودي عرب ته تلی ؤ .
يمني ځواکونو تېر کال عدن بيرته په خپله ولقه کې اخستی ولې د حکومتي ځواکونو لخوا د داعش سره اړونده ډلو په ضد د عملياتو نه پس دغلته وخت په وخت وژونکې بريدونه کيږي .
تېره اونۍ جنوبي ختيځ ښار مکله کې د شوي ځانمرګي بريد زمه واري هم داعش قبوله کړې وه ، په دغه بريد کې په پوليس کې بهرتي کېدونکي ۳۱ کسان وژل شوي وو .
د کال ۲۰۱۵ د مارچ د مياشتې نه پس د يمن په خانه جنګۍ کې تراوسه پورې ۶۲۰۰ کسان وژل شوي او د درې ملينو نه زيات خلک بې کوره شوي دي .