لاس رسیدونکی لینک

افغان استخباراتي ادارې د ملامنصور د وژنې پخلی کړی


افغان دولت د ملا منصور د وژل کېدو په صورت کې په طالبانو غږ کړی چې د جنګ نه نور لاس واخلي خپل وطن ته راستانه شي او د سولې په پروسه کې يو ځاې شي .

د افغانستان استخباراتي ادارې نن د اتوار په ورځ پخلی کړی چې د طالبانو مشر ملااختر منصور په پاکستان کې يو هوايي بريد کې وژل شوی دی .

افغان استخباراتي ادارې نيشنل ډائريکټوريټ اف سيکيورټي (اېن ډي سي) په ټويټر او فېس بک خپور کړي بيان کې ويلي ، "د طالبانو مشر اخترمحمد منصور تېره ورځ د مازدیګر په ۳:۴۵ دقیقو د پاکستان په بلوچستان آیالت کې د دالبندین په نوم سيمه کې په یو هوايي برید کې له منځه تلی دی " .​

له دې وړاندې د افغانستان حکومت د امريکايي ځواکونو د بې پائيلټه الوتکې په عملياتو کې د طالبانو مشر ملا اختر منصور باندې شوی بريد تائيد کړی دی .

د افغان صدارتي ماڼۍ ارګ څخه په جاري شوي بيان کې وئيل شوي چې افغان حکومت په ملا منصور شوي بريد کې د هغه د وژنې يا ژوندي پاتې کېدو په اړه څيړنه کوي او زر به يې پايلې د افغانستان د خلکو سره شريکې کړي .

بيان کې وئيل شوي چې ملا اختر منصور د حکومت لخوا هغوې ته ليږل شوي د سولې پېغامونه رد کړي هغه د بل په خاوره پناه اخستې د بې ګناه خلکو په وژلو، ترهګرۍ او نورو ناوړه کارونو کې لاس درلود .

افغان دولت د ملا منصور د وژل کېدو په صورت کې په طالبانو غږ کړی چې د جنګ نه نور لاس واخلي خپل وطن ته راستانه شي او د سولې په پروسه کې يو ځاې شي .

پېنټګان او افغان چارواکو ويلي د خالي په سهر په ‌‌‌‌‌‌ډرون حمله کې د افغان طالبانو مشر ملا منصور اختر په نخښه کړل شوی دی . د ‌‌‌‌‌‌ډرون حمله د پاکستان په بلوچستان صوبه کې شوې ده .

د امريکا صدر براک اوباما د دغه بريد اجازه ورکړې وه او بريد د پاکستان په خاوره کې شوی دی .

د امريکا خبري ادارې اېسوسي اېټډ پريس په خپل راپور کې د طالبانو يو مهم مشر ملاعبدالرؤف له خلې پخلی کړی چې ملااختر منصور د جمعې په ورځ ناوخته د افغانستان او پاکستان په پوله پرته علاقه کې په ډرون بريد کی وژل شوی دی .

بل لور ته د پاکستان د خارجه وزارت وياند نفيس ذکريا نن د اتوار په ورځ ويلي پاکستان امريکايي ډرون بريد کې د افغان طالبانو د مشر ملا اختر منصور دوژنې د خبر پلټنې کوي .

نفيس ذکريا ويلي " ما په دغې اړه رپورټونه ليدلي او مونږ د هغې پلټنې کوؤ" .

د بلوچستان پلازمينې کوئټه کې يو ډاکټر ويلي د صوبې لرې پرتې نوشکي ضلعې نه نه روغتون دوه مړي راوړل شوي دي .

د سېول روغتون ډاکټر رشيد جمالي وايس اف امريکا سره په خبرو کې ويلي کوئټې ته د راوړ نه وړاندې ځايې خلکو مړي ترلاسه کړي وو .

جمالي ويلي هغه چې د مړو سره کوم دستاويزات ورکړی شوي په هغوې کې يو محمداعظم چې د ټېکسي ډرائيور دی او هغه سره د بل پېژندګلو د ولي محمد په نو شوې ده چې په ټېکسې کې د سورلۍ په توګه ناست وو .

د نوشکي ځايې خلکو ويلي د خالي په ورځ د ماسپخين نه پس په ټېکسي هوايي بريد شوی دی او په ګاډي کې په هدف شوي کسان د کوئټې نه وړومبی ځايې روغتون ته وړل شوي وو .

ملا اختر منصور تېر کال د جون په مياشت کې د طالبانو د مشر ملا عمر د مړينې نه وروستو د طالبانو د تحريک مشر وټاکل شو خو د هغه په ټاکلو د وړومبۍ ورځې نه ځينو طالب مشرانو اختلاف لرلو .

منصور د وسله والو طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې په خبرو کې مهم خنډ و، هغه د طالبانو مشرانو ته اجازه نه ورکوله چې د افغانستان د حکومت له استازو سره وګوري .

ملامنصور د طالبانو د تحريک د بنياد اېښودونکو په ډله کې شامل ؤ . هغه د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې د هوايي ملکي چلند د وزارت سرپرست ؤ او څه موده د کندهار والي هم ؤ .

XS
SM
MD
LG