لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل سره نزدې د نېټو په کاروان ځانمرګی بريد شوی


طالبان وايي په افغانستان کې به ترهغې جنګي عملياتو ته دوام ورکوي څو پورې چې بهرني ځواکونه له افغانستانه نه وي وتلي .
طالبان وايي په افغانستان کې به ترهغې جنګي عملياتو ته دوام ورکوي څو پورې چې بهرني ځواکونه له افغانستانه نه وي وتلي .

د افغانستان پلازمينې کابل په جنوبي سيمه کې د نړېوالو ځواکونو نېټو په کاروان ځانمرګي بريد کې يو ګاډی په هدف شوی ولې مرګ ژوبله يې نه ده اړولې .

راپورونه وايي دغه پېښه نن د خالي په ورځ د پلازمينې کابل نه ۵۵کلوميټره لرې په باګرام ولسوالۍ (ضلع) کې رامنځته شوې ده .

افغانستان کې د نېټو په مشرۍ ځواک د چاؤدنې پخلی کړی دی او وئيلي يي دي پېښه کې ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوختې .

له دې وړاندې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په کاروان د موټري ځانمرګي بريد کې د مرګ ژوبلې او ګاډو تباه کولو ادعا کړې وه . طالبان زياتره هم دغه ډول دعوې کوي .

دغه بريد يوه ورځ د هغې شوی چې د نېټو خارجه وزيرانو او د هغويې اتحاديان په دې صلاح شوي چې د کال ۲۰۱۶م نه پس به هم د قاطع ملاتړ ماموريت (ريزولټ سپورټ مشن) وغځوي . د نېټو ځواک د افغان ځواکونو روزنه کوي ، مشورې ورکوي او د ترهګرو په ضد عملياتو کې د هغوې مرسته کوي .

طالبان وايي په افغانستان کې به ترهغې جنګي عملياتو ته دوام ورکوي څو پورې چې بهرني ځواکونه له افغانستانه نه وي وتلي .

نن د خالي په ورځ يوه بله پېښه کې اروزګان صوبه کې پوليسو خپل شپږ سرتيري ملګري په ډزو وژلي دي .

د چارچينو نومې ولسوالۍ (ضلعې) دپوليس مشر د پېښې په ځاې مطبوعاتو سره خبرو کې وئيلي په دغه پېښه کې درې پوليسو ډزې کړي او د موقعې نه د وسلې او ګاډو سره تښتېدلي دي .

روانه اونۍ په جنوبي زابل صوبه کې اته نور پوليس خپل ملګري وژلي وو . طالبانو په سمدستي ډول د دغه بريد زمه واري قبوله کړې او وئيلي ؤ حمله کوؤنکی طالب وسله وال ؤ .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG