لاس رسیدونکی لینک

کراچۍ: د ټرېفک دوه پوليس په ډزو وژل شوي


په کراچۍ کې له دې وړاندې هم په بېلابيلو پېښو کې د ټرېفک پوليس په هدف کړی شوي دي .

د پاکستان غټ صنعتي ښار کراچۍ کې د نامالومو وسله والو په ډزو کې د ټرېفک دوه پوليس سرتېري وژل شوي دي .

د کراچۍ پوليس وياند وئيلي نن د خالي په ورځ د ښار په عائشه منزل سيمه کې پوليس په ډيوټۍ موجود وو چې وسله وال پرې راغلي او په هدف کړي يې دي .

د وياند ترمخه وژل شوي پوليس اکرم او شکيل نومېده .

چارواکو وئيلي د ډزو له امله يو پوليس په ځاې او بل په روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی دی . د پوليس په وينا حمله کوؤنکي وسله وال په موټر سائيکل راغلي او د موقعې د ځاې نه په تېښته کې بريالي شوي دي .

پوليس چارواکو وئيلي د ټرېفک پوليس تېرو بلټ پروف يا د ډز نه ساتونکې جېکټې اچولې وې ولې وسله والو د دوې په سرونو ډزې کړي دي .

د پوليس او رېنجرو نفري د پېښې ځاې ته رسېدلې او د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي .

په کراچۍ کې له دې وړاندې هم په بېلابيلو پېښو کې د ټرېفک پوليس په هدف کړی شوي دي .

XS
SM
MD
LG