لاس رسیدونکی لینک

ننګرهار کې د داعش کمانډر خپل ۱۱جنګيالي وژلي


داعش ډله د ننګرهار صوبې د نورو سيمو ترڅنګ په اچين ضلع کې فعاليت لري .

د افغانستان ختيځې صوبې ننګرهار په اچين ولسوالۍ (ضلع) کې د داعش يو کمانډر خپل ۱۱ جنګيالي وژلي دي .

د ننګرهار د ګورنر وياند عطاالله خوږياڼي د جمعې په ورځ خبريالانو ته ويلي چې د داعش کمانډر زمين جان چې په ابوبکر هم پېژندل کيږي خپل ۱۱ جنګيالي يې وژلي دي .

خوږياڼي د دغه پېښې ډېر تفصيل نه دی وئيلی خو زياته کړې يې ده دغه کمانډر د طالبانو سره په نښته کې ژوبل شوی او اوس د هغوې په ولقه کې دی .

ځاي خلکو او طالبانو د فېس بک د لارې ويلي د داعش کمانډر زمين د خپل ورور د وژنې په بدل کې جنګيالي وژلي دي . د زمين جان ورور د طالبانو ملګری او روانه اونۍ د داعش لخوا وژل شوی ؤ .

داعش په دغې اړه تراوسه څه نه دي وئيلي .

داعش ډله د ننګرهار صوبې د نورو سيمو ترڅنګ په اچين ضلع کې فعاليت لري . د داعش وسله والو په دغه سيمه کې په امنيتي ځواکونو يو شمېر حملې کړي دي . او د دغه وسله والې ډلې د طالبانو سره هم نښتې شوي دي .

افغان او نېټو ځواکونو په ورستيو کې د داعش په ضد عمليات پېل کړي او يو شمېر علاقې يې د داعش د جنګيالو نه پاکې کړي دي .

ولې د افغان چارواکو د ادعاؤ باوجود اوس هم په دغه سيمه کې د داعش وسله وال فعاليت لري .

په ننګرهار کې د داعش د فعاليت له کبله د زرګونو په شمېره کې ماشومان سکولونو ته نه شي تلی ځکه چې دغه ډله په سيمه کې سکولونو خلاصېدو ته نه پرېږدي .

داعش په وروستيو کې بيا په ننګرهار کې خپل پروپېګنډه ريډيوي نشريات پېل کړي دي کوم چې د روان کال په لمړو کې يو فضايي بريد کې تباه کړی شوی وو .

XS
SM
MD
LG