لاس رسیدونکی لینک

افغان حکومت له د سولې عمل ته مثبت پېغام ورکول پکار دي، سرتاج عزيز


د سرتاج عزيز په وينا پاکستان تل په دې پاليسۍ عمل کړی چې منفي بيانونو ته يې په صبر سره ځواب ورکړی دی .

د پاکستان وزيراعظم د بهرنو چارو مشاور سرتاج عزيز ويلي پاکستان به افغانستان کې د سولې په عمل کې مثبت کردار ادا کول دومداره ساتي . هغه ويلي کابل له د سولې په لړ کې رغنده پېغام ورکول پکار دي .

د جمعې په ورځ اسلام اباد کې د يو غېر دولتي تنظيم " ريجنل پيس انسټيټيوټ" د سېورې لاندې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په غېرسرکاري توګه د خبرو د پرانستې دستورې ته په وينا کې سرتاج عزيز وويل د دواړو ملکونو په منځ کې بې باوري لرې کولو ته اړتيا لري .

سرتاج عزيز وويل " مونږ ګڼو چې د کابل لخوا د سولې او طالبانو سره د روغې جوړې دپاره په ګډه رغنده پېغام ورکول پکار دي " .

سرتاج عزيز زياته کړه د افغانستان لخوا د پاکستان په اړه منفي بيانونه ورکول د روغې په لړ کې د خنډانو جوړېدو سبب ګرځي .

هغه وويل پاکستان تل په دې پاليسۍ عمل کړی چې منفي بيانونو ته يې په صبر سره ځواب ورکړی دی .

په دغه موقع پاکستان کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال وويل د دواړو ملکونو ترمنځ بې باوري موجوده ده او دا په اړيکو منفي اغېزې کوي .

زاخېلوال وويل " مونږ له به د بې باورۍ فضا قابو کول وي او څنګه چې سرتاج عزيز وويل افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه ده مونږ هم دا ګڼو او ګورو چې افغانستان کې امنيتي وضع په پاکستان اثر لري" .

افغان سفير وويل د دواړو هېوادونو يو بل سر اړيکې دي او د هغه په وينا د تېر په پرتله " مونږ د يو بل سره ډېر بې تکلفه يُو او په دې کې هيڅ شک نشته چې منفي بيانونه ښې ګټې نه لري ولې هغه وويل په ډاګه يا بې تکلفۍ سر ه د خبرو کولو دپاره دا سمېدی شي " .

زاخېلوال وويل د دواړو ملکونو ترمنځ بې باوري هر ډول منفي اغېزې لري .

سرتاج عزيز وويل د روغې پرته افغانستان کې امن نه شي په ځاې کېدی او د هغه په وينا افغانستان، پاکستان، امريکا او چين په ګډه د دې مقصد دپاره مهم رول لوبولی شي .

نوموړي دا هم وويل ځينې خلک د دې تاثر ورکولو هڅه کوي چې ګنې طالبان د پاکستان په قابو کې دي ولې هغه وويل د دغه ډول تاثر ورکولو سره د پاکستان نه غېر رښتونې توقعات تړل کيږي .

دوه ورځې وړاندې د پاکستان او افغانستان دپاره د امريکې ځانګړي استازي رچرډاولس په اسلام اباد کې د کورنو چارو مرکزي وزير چوهدري نثار سره ليدلي او ويلي ؤ چې امريکا په افغانستان کې د سولې په لړ کې د پاکستان د کردار ستاينه کوي .

د شورو په ورځ اسلام اباد کې د افغانستان د سولې په اړه د څلورو ملکونو د ډلې پينځمه غونډه شوې وه ، په دغه غونډه کې د افغانانو په مشرۍ د سولې دپاره د هڅو دومداره ساتلو د ژمنې څرګندونه شوې وه .

XS
SM
MD
LG