لاس رسیدونکی لینک

پاکستان لپاره دپوځي امداد شرطونو کې اضافه


ددغه بل په حق کې ٢٧٧ او مخالفت کې يې ١٤٧ ووټونه اچول شوي دي، خو دا غوڅه قانون سازي نه ده او سينيټ کې دروانې مياشتې اخره کې وړاندې کيدونکي بل سره يې مطابقت ضروري دى دکوم څخه وروستو چې امريکايي ولسمشر براک اوباما ددې دمنظورولو يا ردولو واک هم لري.

دامريکا داستازو ايوان کې دراتلونکي کال دپوځي لګښتونو دتګلارې بل کې پاکستان ته په ورکړل کيدونکې امداد دلګيدلو شرطونو دنورو سختولو وينا شوې ده.

ددغه بل په حق کې ٢٧٧ او مخالفت کې يې ١٤٧ ووټونه اچول شوي دي، خو دا غوڅه قانون سازي نه ده او سينيټ کې دروانې مياشتې اخره کې وړاندې کيدونکي بل سره يې مطابقت ضروري دى دکوم څخه وروستو چې امريکايي ولسمشر براک اوباما ددې دمنظورولو يا ردولو واک هم لري.

ايوان دتندروه ډلې حقاني نيټ ورک په ضد ګامونو اخستو کې دپاکستان په ناکامۍ دمايوسۍ څرګندونه کړې او ويلي يې دي که چرې پاکستان دتندروه ډلو په ضد خپل عمليات نه غځوي نو ددې قانون لاندې به پاکستان ته ورکړل کيدونکى د٤٥ؤ کروړو ډالرو امداد اودرولى شي، امريکايي قانون سازان دغه ډلې افغانستان کې دميشتوو امريکايي پوځيانو لپاره ګواښ ګڼي.

ددغه بل لاندې به پينټاګان ته دا پخلى کول وي چې پاکستان دحقاني نيټ ماتولو لپاره پوځي عمليات کوي ، دشمالي وزيرستان دمحفوظې ځالې په توګه دکارولو اجازه ورته نه ورکوي او سرحدي سيمو کې ددغه نيټ ورک په ضد افغان حکومت سره په ګډه مربوط عمليات کوي.

خو پاکستان دريځ لري چې دټولو تندروه ډلو په ضد پرته له کوم امتياز څخه عمليات کوي.

کال ٢٠١٧م لپاره دکليز بل دمسودې دتيارولو په مهال داستازو دايوان غړو دپاکستان په اړه درې بدلونونه شامل کړي وو کوم چې درايې په اتفاق سره منظور کړى شول.

يو غړي دامداد جاري کولو لپاره دا څلورم شرط هم شامل کړى چې انتظاميه دې پخلى وکړي چې پاکستان دحقاني نيټ ورک دلوړپوړو او مينځنۍ کچې دمشرانو نيولو او دهغوي په ضد قانوني کارروايۍ کې پرمختګ څرګند کړى.

يو بل شرط دا و چې ددفاع وزير ته به پخلى کول وي چې پاکستان دامريکا له لوري ورکړل کيدونکې پيسې ،پوځي سازوسامان او يا خپل پوځ هيواد کې داقليتي ورورولۍ په ضد ظلمونو لپاره خو نه کاروي.

دريم بدلون کې دکانګريس دا رايې شامل کړل شوې چې شکيل افريدى يو نړيوال اتل دى او د زندان څخه دهغه په سمدستي توګه دخوشې کولو غوښتنه شوې.

شکيل افريدى دپاکستان په ايبټ اباد ښار کې کال ٢٠١١م کې دامريکايي ځانګړو ځواکونو عملياتو کې دالقاعده دمشر اسامه بن لادن دوژل کيدو څخه څو ورځې وروستو ددې خبرونو مخې ته دراتللو څخه وروستو نيول شوى و چې هغه دبن لادن پيدا کولو کې امريکايي استخباراتي شبکې سي ايي اى سره مرسته کړې وه او ددغه مقصد لپاره يې سيمه کې دويکسينيشن يو جعلي مهم چلولى و.

خو شکيل افريدي ته وروستو په کال ٢٠١٢م کې خيبرايجنسۍ کې يوې تندروه ډلې سره داړيکو لرلو په تور د٣٣ؤ کلونو دبند سزا واورول شوه.

دغه سزا وروستو ٢٣و کلونو ته راکمه کړل شوې وه او دسزا په ضد دهغه دخواست اوريدنه روانه ده.

دپاکستان حکومت وايي دهيواد عدالتونه به دشکيل افريدي دراتلونکي پريکړه کوي او دامريکا دريپبلکن صدارتي کانديد ډونلډ ډرمپ په ګډون يې دامريکايي سياست دانانو له لوري دهغه دخوشې کولو په غوښتنه نيوکې کړي.

XS
SM
MD
LG