لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور:چاودنه کې درې ترهه ګر وژل شوي

 دپوليسو ترمخه دپيښور په ريګي للمه سيمه کې درې شکمن ځانمرګيان په يو موټر سايکل دخپل هدف په لوري روان وو چې دهغوي څخه ديو ځانمرګي واسکټ په حادثاتي توګه وچاديدو، پيښه کې درې واړه شکمن ترهه ګر وژل شوي دي.

پوليسو ويلي دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې دجمعې په سحر ديو ځانمرګي واسکټ دحادثاتي چاودنې له امله درې شکمن ترهه ګر وژل شوي دي.

دپوليسو ترمخه دپيښور په ريګي للمه سيمه کې درې شکمن ځانمرګيان په يو موټر سايکل دخپل هدف په لوري روان وو چې دهغوي څخه ديو ځانمرګي واسکټ په حادثاتي توګه وچاديدو، پيښه کې درې واړه شکمن ترهه ګر وژل شوي دي.

ددغه پيښې په اړه دپوليسو يو مشر(ايس پي کينټ) کاشف ذوالفقار ميډيا سره خبرو کې ويلي دي په موټر سايکل سورو دوو کسانو يو ځانمرګي پيښور ته دخپل هدف په لوري روان کړى و چې په دغه مهال دځانمرګي جيکټ وچاوديدو، هغه وويل دچاودنې له امله په موټر سايکل سواره دريواړه کسان ووژل شول.

يو پوليس عسکر مرجان علي ددغه پيښې په اړه برطانوي خبري شبکې ته ويلي درې کسان دريګي تاڼې په حدودو کې په سفيد سنګ سړک په يو موټر سايکل روان وو چې چاودنه وشوه.

بايد وويل شي دوه ورځې دمخه هم دپيښور په متهرا سيمه کې دسړک دغاړې پرله پسې دوه بمي چاودنې ترسره شوې وې چې پکې يو پوليس عسکر وژل شوى او دپوليسو په ګډون ١٩ نور کسان ژوبل شوي وؤ.

دپاکستان پوځ اؤ حکومت دعوه لرله چې شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دضرب عضب عملياتو اؤ کال ٢٠١٤م کې دپيښور په ارمي پبلک سکول دحملې څخه وروستو دترهه ګرۍ دقومي تګلارې دجوړولو وروستو دټول هيواد امنيتي وضعه کې ښه والى راغلى اؤ دترهه ګرو ملا يې ماته کړې.

خو دسږکال دپيل کيدو څخه راپديخوا ټول پاکستان اؤ په ځانګړې توګه خيبرپښتونخوا کې ترهه ګريزو حملو کې يوځل بيا اضافه راغلې ده چې پکې دچارسدې په باچا خان يونيورسټۍ ترهه ګريزه، دشبقدر چاؤدنه اؤ پيښور کې دسرکاري ملازمانو په بس ترسره شوې چاؤدنه شامل دي

دترهه ګرۍ ددغو پيښو څخه وروستو پاکستان کې دامن په اړه په حکومتي دعوؤ د مخالفو ګوندونو لخوا نيوکې روانې دي اؤ وايي حکومت دترهه ګرۍ دمخنيوي دقومي تګلارې په ټولو ٢٠ؤ واړو نکتو بشپړ عمل کولو کې ناکامه شوى اؤ په ځانګړې توګه پنجاب صوبه کې يې دتندروه ډلو په هلو ځلو سترګې پټې کړي.

خودنوازشريف حکومت بيا دريځ لري چې ټول هيواد کې دترهه ګرو په ضد دايکشن پلان لاندې پرته له کوم امتياز څخه عمليات روان دي اؤ دترهه ګرۍ دجرړو ويستو لپاره ژمن دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG