لاس رسیدونکی لینک

کويټه : بمي چاودنه کې يو عسکر وژل شوى،٧ ژوبل


دپوليس سرچينو ترمخه دکويټې دمشرقي بايي پاس سره نزدې دپوليسو يو ګاډى دسړک دغاړې دښخ کړل شوي بم له لارې په نخښه کړل شوى.

دپاکستان دبلوچستان ايالت سرښار کويټه کې ديوې بمي چاؤدنې له امله لږ ترلږه يو عسکر وژل شوى او اووه نور ژوبل شوي دي.

دپوليس سرچينو ترمخه دکويټې دمشرقي بايي پاس سره نزدې دپوليسو يو ګاډى دسړک دغاړې دښخ کړل شوي بم له لارې په نخښه کړل شوى.

چاؤدنه کې دپوليسو ګاډي ته هم زيان رسيدلى او ژوبل کسان دعلاج لپاره روغتون ته رسول شوي دي.

چاؤدنه کې دڅلورو څخه تر شپږو کلو ګرامو پورې چاؤديدونکي مواد کارول شوي دي.

دروانې مياشتې په دريمه نيټه هم دکويټې مشرقي بايي پاس سيمه کې يوه ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه کې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

دپاکستان بلوچستان صوبه دتيرې يوې لسيزې څخه دزياتې مودې راهسې دتاؤتريخوالي سره مخ ده، دفرقه وارانه تشدد اؤ بلوڅ بيلتون خوښو دبريدونو ښکاره بلوچستان درقبې په لحاظ سره دپاکستان تر ټولو لويې ايالت دى.

XS
SM
MD
LG