لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېرس نه قاهرې ته تلونکې مسافر الوتکه بې درکه شوې


په سمدستي ډول د الوتکې بې درکه کېدو علت نه دی معلوم شوی او چارواکو ويلي کېدی شي الوتکه غورځېدلې وي .
په سمدستي ډول د الوتکې بې درکه کېدو علت نه دی معلوم شوی او چارواکو ويلي کېدی شي الوتکه غورځېدلې وي .

د مصر يوه مسافر الوتکه نن د زيارت په ورځ چې د پېرس نه قاهرې ته روانه وه ناڅاپه بې درکه شوې ده په دغه الوتکه کې مسافر او د جهازکارکوؤنکي ټول ۶۶ کسان سواره وو.

هوايي کمپنۍ (ايجپت ائير) ويلي د الوتکې (MS804​) سره يې د قاهرې په وخت دوه نيمي بجې د شپې رابطه قطع شوې ده او وئيل شوي الوتکه نزدې ۱۶ کلوميټره د مصر په فضايي حدودو کې شامله شوې وه .

په سمدستي ډول د الوتکې بې درکه کېدو علت نه دی معلوم شوی او چارواکو ويلي کېدی شي الوتکه غورځېدلې وي . د يونان او مصر لخوا د الوتکې لټون پېل کړی شوی دی .

الوتکه کې د درې ماشومانو په ګډون ۵۶ مسافر سواره ؤ . د سعودي چارواکو وئيلي الوتکه کې د فرانس، برطانيې، مصر، عراق، کويت، سعودي عرب، سوډان، چاډ، پرتګال، الجيريا او کېنېډا وګړي سواره ؤ ، په دوې کې څوک امريکايي کس شامل نه دی .

د مصر د هوابازۍ چارواکو په الوتکه کې د بې در که کسانو د خپلوانو دپاره د ټيليفون نمبرې جاري کړي دي چې معلومات پرې ترلاسه کړي . د هوابازۍ پوهانو ويلي د الوتکې د بې درکۍ کېدو په اړه ختمي خبره نه شي کولی چې څه شوي دي .

چارواکو ويلي دغه الوتکه ۳۷ زره فټه اوچته په هوا کې وه چې بې درکه شوې ده . پوهان وايي په دومره اوچت پرواز د الوتکې بې درکه کېدل غېرمعمولي خبره ده .

د سينا په ټاپو کې د روسي الوتکې ويشتو د پېښې نه پس د تازه الوتکې بې درکه کېدو د امنيت نوې اندېښنې راولاړې کړي دي .

د روس الوتکه چې ۲۲۴کسان پکې سواره وو ۳۱م اکتوبر باندې په سينا کې غورځېدلې وه ماسکو وئيلي ؤ الوتکه په بارودي موادو راغورځول شوې وه او د داعش ځاي څانګې په الوتکه کې د بارودي موادو اېښودو زمه واري قبوله کړې وه .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG