لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څلورملکي غونډې افغان سولي لپاره وخت او ځایې ونه ټاکل شو


 دغه غونډه کې دپاکستاني پلاوي مشري خارجه سکتر اعزازاحمدچوهدري او دافغان پلاوي مشري اسلام اباد کې دافغانستان سفير حضرت عمر زاخيوال کړې ده.
دغه غونډه کې دپاکستاني پلاوي مشري خارجه سکتر اعزازاحمدچوهدري او دافغان پلاوي مشري اسلام اباد کې دافغانستان سفير حضرت عمر زاخيوال کړې ده.

د افغان سولي په اړه د څلورو ملکونو غونډې په پنځم پړاو کې هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د پیلولو لپاره په نیټه او ځایې ورکولو کې په ناکامۍ ختم شو.

د څلور ملکي غونډو لوې هدف دا دی چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ نیغ په نیغه خبرې پیل کړي. په پنځو میاشتو کې په اسلام اباد کې نن د پنځمې غونډې غټ ټکی دا دی چې (دافغان ستونزې) دسياسي هواري لپاره دسولې خبرې اترې يوازينۍ لار ده. او دا چې تشدد د هیڅ چا په گټه نه دی. تیرو څلورو غونډو کې هم دغه پیغام په یو یا بل شان ټکو کې ورکړل شوی و.

دغه غونډه کې دپاکستاني پلاوي مشري خارجه سکتر اعزازاحمدچوهدري او دافغان پلاوي مشري اسلام اباد کې دافغانستان سفير حضرت عمر زاخيوال کړې ده.

همدغه راز پاکستان او افغانستان لپاره دامريکا ځانګړي استازي رچرډ اولسن او دافغان چارو لپاره دچين استازي ډينګ شي غونډه کې دخپلو هيوادونو استازيتوب کړى.

دپاکستان، افغانستان، امريکا او چين داستازو دغونډې ترسره کيدو څخه وروستو دپاکستان دبهرنيو چارو دوزارت څخه جاري شوي بيان کې ويل شوي دي چې دسولې دخبرو لړ کې به درابطه ډلې هيوادونه خپل اثرورسوخ کاروي.

دبيان ترمخه څلور ملکي رابطه ډلې په ١٩م اپريل کابل کې دترسره شوي ترهه ګريز بريد غندنه وکړه او وې ويل دغه رقم پيښو کې ککړو عناصرو ته دخپلو عملونو دنتيجو زغملو لپاره چمتو اوسيدل پکار دي.

رابطه ډلې دافغانانو په مشرۍ او ملکيت کې دامن او سولې دعمل دپرمختګ دمقصد لپاره دخپلې دوامدارې ګډې ژمنې څرګندونه وکړه.

اسلام اباد کې دڅلور ملکي غونډې څخه دمخه پاکستان کې دافغانستان سفير عمرزاخيلوال برطانوي خبري شبکې سره خبرو کې ويلي وو طالبانو دخبرو اترو پځايې جګړې ته اوليت ورکړى او دسپرلي دموسم په رارسيدو يې دتشدد يوه نوې لړۍ پيل کړې نو ځکه دغه غونډه کې به په دې اړه خبرې کولى شي چې دافغان طالبانو لخوا خبرو اترو څخه دانکار کولو څخه وروستو دې پاکستان دتندروه ډلې حقاني نيټ ورک په ضد عمليات وکړي.

دپاکستان، افغانستان، چين او امريکا داستازو دغه څلور ملکي غونډه به په داسې حال کې ترسره شوې چې ددغو څلورو واړو هيوادونو دغوښتنو باوجود افغان طالبانو افغان حکومت سره افغانستان څخه دټولو غيرملکي پوځيانو تر وتلو دخبرو اترو امکان رد کړى اوتيره مياشت يې ټول افغانستان کې دعمري په نوم دسپرلي دروايتې جګړې اعلان هم کړى ؤ.

داپريل په ١٩مه نيټه کابل کې دافغان استخباراتي شبکې په دفتر ځانمرګي بريد کې د٧٠ؤ کسانو دوژل کيدو او خواوشا ٣٥٠ؤ دژوبل کيدو څخه وروستو افغان حکومت پخپل ګاونډي هيواد پاکستان دافغان طالبانو په ضد دپوځي عملياتو پيل کولو لپاره ټينګار کوي.

خو پاکستان دافغان حکومت ددغه دريځ سره اختلاف لري او وايي دطاقت په کارولو سره تيرو ١٤ؤ کلونو کې افغان ستونزه هواره شوې نه ده نو ځکه دې هم دخبرو اترو لارې ته اوليت ورکړل شي.

دسولې خبرو کې دپرمختګ نه کيدو او دطالبانو لخوا افغانستان کې بريدونو کې داضافې له امله دپاکستان او افغانستان اړيکې تاؤژنې کيږي.

تيره ورځ دپاکستان دقامي سلامتۍ مشاور ناصر جنجوعه اسلام اباد کې يوې دستورې ته دوينا په مهال ويلي وو هغوي افغانستان کې امن ته ليواله دي او دغه لړ کې مخلصانه هڅې کوي.

تيره مياشت افغان ولسمشر اشرف غني دپارلمان ګډې غونډې ته دوينا په مهال په پاکستان غږ کړى و چې دخبرو اترو ميز ته دطالب مشرانو راوستو پځايې دې دهغوي په ضد پوځي عمليات وکړي، هغوي دې ونيسي او افغانستان ته دې يې وسپاري.

پاکستاني چارواکي په دې خبره ټينګار کوي چې (دطالبانو په ضد) پوځي عمليات دټولو څلورو واړو هيوادونو ترمينځ درايې اتفاق ته اړتيا لري.

دپردې ترشا خبرو کې چارواکو دامريکا غږ دانګريزۍ څانګې ته ويلي دي هغوي نه کوي چ دسولې عمل ګنې دې نقطې ته رارسيدلى چې طالبان دې داسې څوک وګرځول شي چې روغې جوړې ته چمتو نه وي او په ضد يې پوځي عمليات وکړل شي.

دطالبانو او افغان حکومت ترمينځ لمړۍ نيغ په نيغه رابطه دکال ٢٠١٥م دجولا يي مياشت کې دپاکستان دپلازمينې اسلام اباد سره نزدې دسيلګرۍ په مقام مري کې شوې وه.

دخبرو اترو دوهم ټاکل شوى پړاؤ وروستو له هغې منسوخ شوى و چې دافغان طالبانو دمشر ملا عمر دمړينې خبرونه مخې ته راغلل.

دطالبانو دقطر سياسي دفتر اسلام اباد ته اوس اوس دخپل يو پلاوي دسفر پخلى کړى و او ويلي يې وو ددغه پلاوي اسلام اباد ته دسفر مقصد دافغان کډوالو، سرحدي سيمو او په ځانګړې توګه دملا برادر او نورو بنديانو په اړه خبرې اترې کول دي.

افغان حکومت دطالبانو اسلام اباد ته په دغه سفر هم سختې نيوکې کړې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG