لاس رسیدونکی لینک

د يمن سولې خبرې د ځنډ ښکار شوي


د ايران ملاتړ لرونکو حوثي ياغيانو په کال ۲۰۱۴م کې پلازمينه صنعا نيولې وه .

د يمن حکومت په حوثي ياغيانو تور لګولی چې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د سولې دخبرو خيال نه ساتي . ځکه حکومت د سولې د خبرو دتالار څخه بهر وتی دی .

د يمن خارجه وزير عبدالمالک المخلفي په کوېت کېدونکو خبرو ته د وخت زيان وئيلي دي . هغه ويلي حوثيان په واک کې د برخې په خبره ټينګار کوي او د امنيتي شورا د هغې قرارداد سرغړونه کوي چې پکې ويل شوي دغه ډول ستونزې دې د خبرو د لارې هوارې کړی شي .

المخلفي په حوثي ياغيانو د اوربند د سرغړونې تور لګولی او ويلي يې دي دوې دغه د خپل ځان بيا رايو کولو دپاره کاروي .

حوثي ياغيانو په سمدستي ډول د خبرو د عمل ځنډېدو په اړه څه نه دي ويلي .

د ايران ملاتړ لرونکو حوثي ياغيانو په کال ۲۰۱۴م کې پلازمينه صنعا نيولې او د هغې نه پس په نړيواله توګه د منل شوي حکومت مشرتابه سعودي عرب ته منتقل شوي ولې وروستو د يمن ساحلي ښار عدن ته بيرته راغلي دي .

يمن کې د ځمکنۍ جګړې او د سعودي عرب په مشرۍ کې حوثي ياغيانو باندې کېدونکې فضايي عملياتو کې دغلته انساني ناورين رامنځته شوی دی . ملګرو ملتونو ويلي دي ۸۰فيصده يمني وګړي په سمدستي ډول خوراک او نورو طبي اسانتياؤ ته اړتيا لري .

د ملګرو ملتونو يو لوړ پوړي چارواکي د نهې په ورځ يمن کې نړيوال امداد ته ډېر کم ويلي دي .

جان ګنګ په نيويارک خبريالانو ته ويلي يمن کې د بشري مرستو په لړ کې د کال ۲۰۱۶م دپاره پکار يو ارب او ۸۰ کروړه ډالرو کې يواځې ۱۶فيصده مېلاؤ شوي دي .

هغه ويلي ډېر يمنيان په هغو ناروغو مړه شو د کومو چې په اسانۍ سره په بنيادي دوايانو مخه نيول کېدی شي . نوموړي په ټولو فريقېنو غږ کړی چې په يمن کې د عامو وګړو ډېر خيال وساتي .

هغه زياته کړې دا زمونږ د ټولو دنده ده چې د هغوې ساتنه وکړو، هغوې ته خوراکي او روغتيايي توکي د سر سوری او د ژوند تېرولو ټولې اسانتياوې برابرې کړو .

XS
SM
MD
LG