لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور: دوو بم چاؤدنو کې يو پوليس وژل شوى،١٩ کسان ژوبل


 دپوليس يو مشر(ايس پي کينټ) کاشف ذوالفقار ترمخه دپيښور په متهرا نومې سيمه کې دسړک دغاړې يوه ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه هاغه مهال وشوه کله چې دسيمې څخه دپوليسو يو ګاډى تيريدو.
دپوليس يو مشر(ايس پي کينټ) کاشف ذوالفقار ترمخه دپيښور په متهرا نومې سيمه کې دسړک دغاړې يوه ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه هاغه مهال وشوه کله چې دسيمې څخه دپوليسو يو ګاډى تيريدو.

چارواکي وايي دپاکستان دخيبرپښتونخوا په سرښار پيښور کې دسړک دغاړې وه بمي چاودنې ترسره شوي چې له امله يې لږ ترلږه يو پوليس عسکر وژل شوى او دپوليسو او بمونو دخنثي کوونکې ډلې د١١ؤ عسکرو په ګډون ١٩ کسان ژوبل شوي دي.

ددغو چاؤدنو پړه تر دې مهاله کومې تندروه ډلې په غاړه نه ده اخستې خو له دې وړاندې دخيبرپښتونخوا په ګډون دپاکستان بيلا بيلو سيمو کې په امنيتي ځواکونو او حکومتي ودانو دترسره شوؤ دغه رقم بمي چاؤدنو پړه پاکستاني طالبانو په غاړه اخستې.

دپوليس يو مشر(ايس پي کينټ) کاشف ذوالفقار ترمخه دپيښور په متهرا نومې سيمه کې دسړک دغاړې يوه ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه هاغه مهال وشوه کله چې دسيمې څخه دپوليسو يو ګاډى تيريدو.

دچاؤدنې څخه وروستو چې کله دلمړۍ چاؤدنې ځايې ته په ګڼ شمير کې پوليس او دبمونو دخنثي کوونکې ډلې عسکر ورسيدل نو په دغه مهال يوه بله چاؤدنه هم وشوه.

ژوبل کسان دعلاج لپاره دپيښور ليډي ريډنګ روغتون ته رسول شوي دي.

ددغه پيښې په اړه د پيښور د ليډي رېډنګ روغتون وياند جميل شاه وائس اف امريکه ډيوه ويب پاڼې ته وييلي‌ تر دې مهاله روغتون ته نولس زخميان اؤ د يو پوليس عسکر مړي رارسول شوي ، چې ددغه وژل شوي‌ پوليس پيژندګلو د افتخار په نوم شوې ده . د روغتون وياند وايي چې په ژوبلو کې يوولس پوليسان اؤ‌ اووه عام وګړي‌ شامل دي

دپوليسو ديو بل مشر( ايس ايس پي) عبدالمجيد مروت پخلى کړى دى چې دغو دواړو چاؤدنو کې دپوليسو اؤ بمونو دخنثي کوونکې ډلې د١١ؤ عسکرو په ګډون ١٧ کسان ژوبل شوي دي.

هغه دا هم ويلي دي چې ريموټ کنټرول بمي چاؤدنو کې خواوشا څلور نيم کلو ګرامه بارودي مواد کارول شوي دي.

دپاکستان پوځ اؤ حکومت دعوه لرله چې شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دضرب عضب عملياتو اؤ کال ٢٠١٤م کې دپيښور په ارمي پبلک سکول دحملې څخه وروستو دترهه ګرۍ دقومي تګلارې دجوړولو وروستو دټول هيواد امنيتي وضعه کې ښه والى راغلى اؤ دترهه ګرو ملا يې ماته کړې خو دسږکال دپيل کيدو څخه راپديخوا ټول پاکستان اؤ په ځانګړې توګه خيبرپښتونخوا کې ترهه ګريزو حملو کې يوځل بيا اضافه راغلې ده چې پکې دچارسدې په باچا خان يونيورسټۍ ترهه ګريزه، دشبقدر چاؤدنه اؤ پيښور کې دسرکاري ملازمانو په بس ترسره شوې چاؤدنه شامل دي

دترهه ګرۍ ددغو پيښو څخه وروستو دامن په اړه په حکومتي دعوؤ داپوزيشن لخوا نيوکې روانې دي اؤ وايي حکومت دايکشن پلان په ټولو ٢٠ؤ واړو نکتو بشپړ عمل کولو کې ناکامه شوى اؤ په ځانګړې توګه پنجاب صوبه کې يې دتندروه ډلو په هلو ځلو سترګې پټې کړي.

خودنوازشريف حکومت بيا دريځ لري چې ټول هيواد کې دترهه ګرو په ضد دايکشن پلان لاندې پرته له کوم امتياز څخه عمليات روان دي اؤ دترهه ګرۍ دجرړو ويستو لپاره ژمن دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG