لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وايي افغانستان کې امن لپاره مخلصانه هڅې کوي


 ناصر جنجوعه دعوه وکړه چې دهغوي زړونه دافغانستان لپاره درزيږي، افغان وروڼو سره خواخوږي لري.
ناصر جنجوعه دعوه وکړه چې دهغوي زړونه دافغانستان لپاره درزيږي، افغان وروڼو سره خواخوږي لري.

پاکستان ويلي دي دافغان ستونزې دخبرو اترو له لارې دهواري راويستو په غرض مخلصانه هڅې کوي ځکه چې په دغسې کولو سره به داسلام اباد خپلې امنيتي انديښنې لرې او پاکستان کې دلسيزو راهسې ميشته په لکونو افغانان خپل هيواد ته ستنيدو لپاره ډاډمن شي.

دپاکستان دقومي سلامتۍ مشاور ناصر جنجوعه دغه څرګندونې يوه ورځ وړاندې هغې کړي چې ټاکل شوې ده دپاکستان، افغانستان، چين او امريکا سفارت کاران به دشورو په ورځ اسلام اباد کې ديوې غونډې په مهال دافغان حکومت او افغان طالبانو ترمينځ دسولې دخبرې دپيل کولو په لارو چارو غور کوي.

دا به سږکال دڅلور ملکي ډلې پينځمه غونډه وي.

له دې وړاندې څلور ملکي ډلې دسولې لپاره يوه تګلاره هم جوړه کړې وه خو دافغان حکومت او طالبانو ترمينځ روغې جوړې راوستو کې لا بريالۍ شوې نه ده.

دکابل او اسلام اباد ترمينځ په دې اړه سخت اختلافونه موجود دي چې طالبان بايد څنګه دمذاکراتو ميز ته راوستل شي.

اسلام اباد کې يوې دستورې ته دوينا په مهال ناصر جنجوعه وويل دا سخت وخت او مشکل وخت دى چې مونږ ورڅخه تيريږو، مونږ ځينې اختلافات لرو، مونږ ډير په مخلصانه توګه روغه جوړه کې مرستې لپاره هلې ځلې کوؤ، مونږ افغانستان کې دامنيت دټينګښت لپاره دخپل کردار دادا کولو هڅه کوؤ اؤ پخپلو ناقرارو سيمو کې هم، زۀ باوري چې مونږ يوځايې ګډ راتلونکى لرو.

ناصر جنجوعه دعوه وکړه چې دهغوي زړونه دافغانستان لپاره درزيږي، افغان وروڼو سره خواخوږي لري.

هغه وويل ځينې خلک ګڼي چې مونږ دوه مخيزې لوبه کوؤ خو دهغه په قول داسې نه ده بلکې پاکستان امن خوښى دى او افغانستان کې دامنيت ټينګښت ته ليواله دى.

ناصر جنجوعه وويل هغوي دافغانانو سره خپل کور او دسترخوان ويشلى او دافغان کډوالو له امله يې معيشت ته داربونو روپو زيات رسيدلى.

دسولې خبرو کې دپرمخت نه کيدو او دطالبانو لخوا افغانستان کې بريدونو بريدونو کې داضافې له امله دپاکستان او افغانستان اړيکې تاؤژنې کيږي.

تيره مياشت افغان ولسمشر اشرف غني دپارلمان ګډې غونډې ته دوينا په مهال په پاکستان غږ کړى و چې دخبرو اترو ميز ته دطالب مشرانو راوستو پځايې دې دهغوي په ضد پوځي عمليات وکړي، هغوي دې ونيسي او افغانستان ته دې يې وسپاري.

پاکستاني چارواکي په دې خبره ټينګار کوي چې (دطالبانو په ضد) پوځي عمليات دټولو څلورو واړو هيوادونو ترمينځ درايې اتفاق ته اړتيا لري او دشورو په ورځ دسولې دخبرو په مهال به دهغوي پلاوى يوځل بيا په دې خبره ټينګار کوي چې دروغې جوړې عمل دې يوه شفافه موقع او نور وخت ورکړل شي.

دپردې ترشا خبرو کې چارواکو دامريکا غږ دانګريزۍ څانګې ته ويلي دي هغوي نه کوي چ دسولې عمل ګنې دې نقطې ته رارسيدلى چې طالبان دې داسې څوک وګرځول شي چې روغې جوړې ته چمتو نه وي او په ضد يې پوځي عمليات وکړل شي.

تيره مياشت کابل کې دافغان استخباراتي شبکې په دفتر ديو ځانمرګي بريد چې له امله خواوشا ٧٠ کسان وژل شوي او ٣٥٠ نور ژوبل شوي وؤ، افغان چارواکو ويلي وو دغه بريد دپولې پورې غاړې پاکستان کې خوندي ځالې لرونکې تندروه ډلې حقاني نيټ ورک ترسره کړى و.

داپريل د١٩مه نيټې دبريد څخه وروستو دافغان ولسمشر اشرف غني په امر شپږ طالب بنديان تيزندي کړى شوي دي، اشرف غني هيواد کې په امنيتي ځواکونو غږ کړى چې ټول افغانستان کې دې دترهه ګرۍ په ضد عملياتو کې تُندي راولي.

خو اسلام اباد دغه تورونه ردوي او وايي ددې مقصد دهاغو کورنو ستونزو څخه پام اړول دي دکوم سره چې دولسمشر دملي يو والى حکومت مخ دى

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG