لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ويانا کې د شام په شخړه د۱۷ملکونو غونډه روانه ده


امريکا او روس هڅه کوي چې د اوربند په لړ کې په دواړو فريقو خپل اثررسوخ وکاروي  او اوربند ته يې کښېنوي ولې په دغې اړه هم کوم د ياد وړ پرمختګ نه دی شوی .
امريکا او روس هڅه کوي چې د اوربند په لړ کې په دواړو فريقو خپل اثررسوخ وکاروي  او اوربند ته يې کښېنوي ولې په دغې اړه هم کوم د ياد وړ پرمختګ نه دی شوی .

په شام کې د پينځه کلن جنګ د شخړې هوارولو په اړه ويانا کې د شام ملاتړ کوؤنکو ۱۷ ملکونو د سفارتکارو ترمنځ غونډه روانه ده .

په غونډه کې به د شام سياسي حالات چې د ځنډ ښکار دي او د اوربند په ځاې کولو کې راپېښو ستونزو باندې خبرې اترې کيږي .

د فرورۍ د مياشتې په وروستيو کې په شام کې د اوربند اعلان شوی ؤ . د هغې وروستو د تېر په پرتله د تشدد په پېښو کې کمی ليدل شوی ولې په اوربند د عمل رفتار ډېر په ورو پاتې شوی دی .

امريکا او روس هڅه کوي چې د اوربند په لړ کې په دواړو فريقو خپل اثررسوخ وکاروي او اوربند ته يې کښېنوي ولې په دغې اړه هم د ياد وړ پرمختګ نه دی شوی .

د جنګ سره مخ دغه ملک کې د اوربند مقصد هغو ضرورت مندو شامي وګړو ته امداد رسول ؤ ، څوک چې په خصوصي توګه د ياغيانو يا سرکاري پوځ د ولقې لاندې علاقو کې ګېر دي .

ملګري ملتونه او نور مرستندويه سازمانونه وايي چې امدادي کاروانونه په هدف کيږي د کوم له سببه چې د امدادي توکو په رسولو کې ستونزې راپېښې دي .

ملګري ملتونه د کال ۲۰۱۲م نه د شام د شخړې د سياسي حل په هڅه کې دي .

د شام د ملاتړ کوؤنکې ډلې په غونډه کې يوه مهمه خبره د شام د صدر بشارالاسد د سياسي راتلونکي په اړه ده . امريکا او نور لويديځ قوتونه وايي چې د شام په راتلونکې کې دي د بشارالاسد څه رول نه وي ولې د شام اتحادي ملک روس د دغه وړانديز سره اتفاق نه کوي .

د شام دپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي اسټېفن ډي مستورا دې پله اشاره کړې ده چې د نهې په ورځ د کېدونکي غونډې نتيجو ته په کتو به د شام حکومت او مخالفينو ترمنځ د خبرو د بل پړاؤ دپاره نېټه وټاکي .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG