لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيراعظم اووه سوالونو ته ځواب ونه وئيلو، خورشيدشاه


خورشيدشاه وويل چې مونږ يواځې پاناماپېپرز کې د راغلو کمپنو په اړه ځواب غوښتی ؤ خو وزيراعظم خبره نوره هم اوږده کړه .
خورشيدشاه وويل چې مونږ يواځې پاناماپېپرز کې د راغلو کمپنو په اړه ځواب غوښتی ؤ خو وزيراعظم خبره نوره هم اوږده کړه .

د پاکستان په ښکتني اېوان (قامي اسمبلۍ) کې د پاناماليکس په سر د وزيراعظم نوازشريف د وينا نه پس د مخالفه ډلو مشر خورشيد شاه په خپله وينا کې وويل مونږ د وزيراعظم نه د اووه سوالونو ځواب غوښتی ؤ او هغه دومره اوږده وينا وکړه چې د اووه سوالونو نه يې ۷۰سوالونه جوړ کړل .

له دې وړاندې قامي اسمبلۍ ته په وينا کې وزيراعظم نوازشريف د خپل ځان او کورنۍ د کاروبارونو تفصيلي ذکر وکړو او وې وئيل حکومت د پاناماليکس پلټنې کول غواړي . هغه وويل ځکه چې هسې نا ملک بيا د کړکېچ ښکار شي .

نوموړي وويل د پاناماليکس د پلټنو دپاره مونږ د مخالفه ډلو غوښتنې ومنلې خو مونږ ته مثبت ځواب مېلاؤ نه شو .

وزيراعظم وويل زه خواست کوم چې اېوان دې د احتساب يو داسې قانون جوړ کړي چې د ټولو پرې اعتبار وي او په دې ډول د پلټنو نه بغېر د تورونو لګولو لړۍ بنده شي .

هغه دا هم وويل د پاناماليکس په اړه د سترې محکمې د مشر قاضي لخوا په راغلي خط غور کوؤ .

وزيراعظم په خپله وينا کې وويل چې کوم خلک په غټو بنګلو کې اوسي، په جهازونو او هيلي کاپټرو کې د بهر دنيا سېلونه کوي هغوې دې هم خپل وضاحت وکړي چې پېسې ورته د کومه ځايه مېلاويږي .

د وزيراعظم د وينا نه پس په پارلمان کې د مخالفه ډلو مشر خورشيدشاه په خپله لنډه وينا کې وويل مونږ په دې طمع وو چې وزيراعظم به اووه سوالونو ته ځواب ووايي ولې نوموړې دومره اوږده وينا وکړه چې د اووه سوالونو نه يې ۷۰ سوالونه جوړ کړل .

خورشيدشاه وويل چې مونږ يواځې پاناماپېپرز کې د راغلو کمپنو په اړه ځواب غوښتی ؤ خو وزيراعظم په خپله وينا کې د جدې او دوبۍ د کاروبار ذکر هم وکړو نو ځکه هغه به اوس د دغو کاروبارونو لپاره د پاکستان نه د لېږلو پېسو تفصيل هم وړاندې کوي .

مخالفه ډلو د وزيراعظم نه په اووه پوښتنو کې د هغه او د هغه کورنۍ د کاروبارونو، د اف شور کمپنو (بهر ملکونو کې د شرکتونو)، د شرکتونو دماليت، بهر ملک کې د فلېټونو (کورونو ) او د پاناماليکس په اړه د وزيراعظم او د هغه کورنۍ لخوا د ورکړی شوؤ بيانونو وضاحت غوښتی شوی ؤ .

د خورشيد د وينا سره سم مخالفه ډلو د پارلمان د غونډې نه واک اؤټ وکړو او د پارلمان د ودانۍ نه بهر د مخالفه ډلو مشر وويل چې د مخالفه سياسي ډلو اتحاد به سبا (د نهې ) په ورځ ويني او د راتلونکې دپاره تګ لاره ټاکي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG