لاس رسیدونکی لینک

په سوشل میډیا خپره شوې متنازعه ویډیو د قبائیلو کلک احتجاج


د وزیرستان خلک د متنازعه ویډیو په ضد احتجاج کوي

د شمالي اؤ جنوبي وزیرستان یو شمیر سیاسي فعالینو اؤ عامو قبائیلي وګړو په سوشل میډیا دخپرې شوې هاغه متنازعه ویډیو په ضد سخت احتجاجونه کړي دي په کومه کې چې د پاکستان د پوځ په وردۍ کې دوه کسان لیدل کیږي چې د قبائیلې میرمنې په لباس کې یو تن ( یا ښځه) د وسلې په زور ځان ته ګډوي.

د ګل په ورځ د بنو پریس کلب مخې ته د شمالي اؤ جنوني وزیرستان سره تعلق لرونکو یو شمیر سیاسي اؤ غیرسیاسي قبائیلي وګړو احتجاجي‌ مظاهره کړې اؤ دپاکستاني‌ پوځ د مشرتابه څخه یې غوښتنه کړې ده چې په سمدستي ډول باید ددغه متنازعه ویډیو د پلټنو امر اؤ هاغو خلکو ته دې سخته سزا ورکړی شي چې ددغه ویډیو د لارې یې نه یوازې د قبائیلي‌ میرمنو سپکاوی کړی بلکې د پوځ نه د قبائیلو د زړه تورولو دپاره یې یو ناوړه سازش هم په لاره اچولی دی.

ددغه مظاهرې ته رحیم داوړ،اسد الله،امین الله، اشفاق داوړ،حاجي نوراسلام ، سورج داوړ اؤ نورو قبائیلو پخپلو وینا ګانو کې وئیلي "ټولې دنیا ته مونږ قبائیل د ترهګرو په توګه معرفي کړی شو خو مونږ ددې ملک اؤ سیمې د امن دپاره داسې نه ورانیدونکی تاریخ رقم کړو چې خپل ډک کورونه،مالونه،تعلیمونه کاروبارونه اؤ کلی وطن مو پریښودو اؤ د دپاکستان د بقاء اؤ امن د خاطره مو د خپلو تور سرو اؤ ماشومانو سره د تیرو دوؤ کالو راهسې په خیمو کې ژوند اختیار کړو"

هغوئ وویل د ترهګرۍ په ضد دغه جګړه کې د پاکستاني پوځ‌ په ګډون ټوله نړۍ د قبائیلي وګړو د قربانو اعتراف کوي خو په داسې حال کې چې بیا د قبائیلو په کلتور اؤ ښځو پسې خندا کیږي نو دا په هیڅ صورت په حیاء د مئینو قبائیلو د پاره د زغم خبره نه ده.

تیره ورځ‌ په سوشل میډیا خپره شوې دغه متنازعه ویډیو کې لیدل کیږي چې د پاکستان د پوځ په دریشۍ کې دوه سپاهیان د غرونو مینځ کې د ګټو جوړ یو کور ته ننوځي اؤ لکه شیبه روستو ددغه کور نه په قبائیلي ګګره یا کمیس کې ملبوس یو داسې تن ددغه کور څخه راوباسي چې مخ یې په تور نقاب پټ وي اؤ‌هیڅ معلومات نه کیږي چې دا سړی دی که ښځه ؟

ویډیو کې لیدل کیږي کله چې د پوځ په وردۍ کې ملبوس دوه کسان ددغه تن څخه تالاشي اخلي نو دهغې نه د راکټ‌ لانچر یوه ګوله برامد کوي اؤ بیا ورته ټوپک نیغوي اؤ ځان ته یې په زور د پنجابۍ ژبې د یوې سندرې سره ګډوي‌،

هرڅو که په ویډیو کې دغه ګډیدونکی تن د یوې قبائیلي‌میرمنې په طرز ښودل شوی خو په شوسل میډیا چې په دغه ویډیو کوم کمنټس یا نظرونه مخې ته راغلي هغې کې وایي چې دا کومه قبائیلي میرمن نه بلکې یو سړی دی چې مخ ورله په پلو کې پټ کړی شوی دی.

ددغه مظاهرې د راجوړونکو څخه یو تن سورج داوړ وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې وئیلي "زمونږ ددې مظاهرې مقصد یوازې دادی چې د پاکستان پوځي مشرتابه ته خپل احتجاج ورسوؤ اؤ ورته ووایو چې د پوځ‌‌ په وردۍ کې کومو خلکو د قبائیلو په کلتور پسې خندا کړې ده دهغوئ‌ مقصد دادی چې پوځ اؤ قبائیل خپلو کې په جکړه کړي اؤ ورانکارو قوتونو ته د ورانکارۍ موقعه په لاس ورکړي"

سورج داوړ غوښته وکړه چې د پاکستاني پوځ مشرتابه باید ددغه ویډیو سمدستي پلټنې وکړي اؤ هاغه نادیده قوتونه دې پوځي عدالتونو ته راکش کړي چې ددغه ویډيو په جوړولو اؤ خپرولو کې لاس لري.

همدغه شان له دې وړاندې دډیره اسماعیل خان په حق نواز پارک کې هم دسیاسي اؤ مدني فعالینو، خبریالانو اؤ لیکوالانو په یوه غونډه کې د پاکستان د پوځ څخه غوښتنه شوې چې ددغه متنازغه ویډیو د جوړولو د سازش نه دې پرده پورته کړي اؤ هاغه کسانو ته دې سخته سزا ورکړی شي چې په دغه سازش کې لاس لري.

دغه غونډې ته مشر خبریال سیلاب محسود، د مسلم لیګ (ن) سیمه ایز مشر دلاور خان محسود ، علي خان وزیر ایډوکیټ اؤ نورو مقررینو وینا ګانې کړي دي.

همدغه شان ټاکل شوې ده د مئ‌ په ۲۲مه نیټه به هم په بنو کې د قبائیلي سیمو وګړي ،سیاسي اؤ مدني فعالین اؤ طالبعلمان ددغه متنازعه ویډیو په ضد یوه درنه احجاجي مظاهر کوي

XS
SM
MD
LG