لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړول شوې


افغان چارواکو وئيلي په کندوز کې کامياب عمليات ترسره شوي او وسله والو طالبانو ته پکې مرګ ژوبله هم اوختې ده .
افغان چارواکو وئيلي په کندوز کې کامياب عمليات ترسره شوي او وسله والو طالبانو ته پکې مرګ ژوبله هم اوختې ده .

افغان چارواکو وئيلي د هېواد په جنوبي سيمو کې يې د مخالفه وسله والو په ضد عملياتو کې ۲۰ جنګيالي وژلي او په يوه سيمه کې يې په شا تمبولي دي .

د کندوز د پوليسو د مطبوعاتي دفتر مسول هجرت الله اکبري وئيلي نن د ګل په سحر ۱۰ بجې د دشت ارچي په ضلع کې يوې بې پائيلټه الوتکې د وسله والو طالبانو هغه دوه ګاډي په هدف کړي دي کوم چې دوې د کندوز نيولو په وخت په خپله ولقه کې اخستي وو .

اکبري وئيلي په دغه بريد کې دوه ګاډي تباه شوي او پکې سواره ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي .

د راپورونو ترمخه کندوز د طالبانو لاسو ته ورتلو په وخت وسله والو يو شمېر ګاډي او وسله هم په خپله ولقه کې اخستې وه .

بل لور ته چارواکو وئيلي د اتوار په ورځ د بغلان صوبې په مرکز پُل خمري کې د امنتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته شوې او د سيمې نه يې وسله وال طالبان په شا تمبولي دي .

د نښتې په وخت هغه لويه لار هم تړل شوې وه کومه چې کابل د نورو اته ؤ صوبو او ګاونډي ملکونو سره نښلوي .

چارواکو وئيلي د کاميابو عملياتو نه پس لار پرانستل شوې او وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله هم اوختې ده .

د طالبانو وياند په يو بيان کې دغه حکومتي دعوې رد کړي او تور يې لګولی چې افغان حکومت د دغه پروپېګنډې د لارې ځانته د اوړېدلي زيان پټولو هڅه کوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG