لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاناماليکس په سر د قامي اسمبلۍ مهمه غونډه کېږي


پاناماليکس کې د وزيراعظم د بچو د نومونو راتلو پس نوموړي دوه ځله قام ته په ټيلي ويژن وينا کړې ده .
پاناماليکس کې د وزيراعظم د بچو د نومونو راتلو پس نوموړي دوه ځله قام ته په ټيلي ويژن وينا کړې ده .

د پاکستان د ښکتني اېوان (قامي اسمبلۍ) نن د ګل په ورځ مهمه غونډه کېږي . په دې غونډه کې به وزيراعظم نوازشريف ګډون کوي او د پاناماليکس په سر به اېوان ته وينا کوي .

راپورونه وايي اېوان کې ټولې مخالفه ډلې د وزيراعظم نوازشريف نه د پاناما ليکس په سر د اووه پوښتنو کولو اراده لري او د ځواب نه مېلاوېدو په صورت کې به د وزيراعظم په ضد احتجاج کوي .

راپورونه وايي مخالفه ډلو او حکومتې واکمنه ډلې دواړو د اېوان د غونډې دپاره تېارۍ نيولي دي .

د پاناماليکس په سر مخالفه ډلو غوښتنه کوله چې وزيراعظم نوازشريف دې په دغه لړ کې په پارلمان کې ځواب وکړي .

د اطلاعاتو مرکزي وزير پروېزرشيد د اتوار په ورځ وئيلي ؤ وزيراعظم نوازشريف به د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه کې ګډون کوي او په ځان د لګېدلو تورونو تفصيلي ځواب به کوي .

پارلمان کې مخالفه ډلو وئيلي وو څو پورې چې وزيراعظم قامي اسمبلۍ ته راغلی نه وي او په پاماناليکس يې خپل دريز په ډاګه کړی نه وي تر هغې به مخالفه ډلې د احتجاج په توګه په غونډه کې ګډون نه کوي .

د پاکستان سرکاري ميډيا د دولتي سرچينو لخوا وئيلي وزيراعظم به ښکتني اېوان ته په وينا کې د پاناماليکس د پلټنو دپاره د مهمو ګامونو پورته اعلان وکړي .

پاناماليکس کې د وزيراعظم د بچو د نومونو راتلو پس نوموړي دوه ځله قام ته په ټيلي ويژن وينا کړې او په دغه لړ کې يې د پلټنو دپاره د عدالتي کمېشن جوړولو اعلان هم کړی ؤ .

ولې مخالفه ډلو غوښتنه کړې وه چې د سترې محکمې د چيف جسټس په مشرۍ دې عدالتي کمېشن جوړ کړی شي . د پاناماليکس د پلټنو دپاره مخالفه ډلو او حکومت دواړو د (ټي او ارز) په نوم تګ لارې جوړې کړې وې . ولې په دغه تګ لاره د دواړو فريقو لا صلاح نه ده راغلې .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG