لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جان کربي وايي پاک امريکا اړيکې مهمې دي


 واشنګټن کې ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال دخارجه محکمې وياند جان کربي وويل پاکستان دتورخم پوله پرانستې او په دواړو هيوادونو يې ټينګار وکړو چې دغه پوله دې پرانستې وساتي او داختلافونو ختمولو لپاره دې کار وکړي.
واشنګټن کې ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال دخارجه محکمې وياند جان کربي وويل پاکستان دتورخم پوله پرانستې او په دواړو هيوادونو يې ټينګار وکړو چې دغه پوله دې پرانستې وساتي او داختلافونو ختمولو لپاره دې کار وکړي.

امريکاويلي دي پاکستان سره يې اړيکې مهمې دي او سيمه کې به دګډو ګټو لپاره ددغه هيواد سره په ګډه کار کوي.

واشنګټن کې ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال دخارجه محکمې وياند جان کربي وويل پاکستان دتورخم پوله پرانستې او په دواړو هيوادونو يې ټينګار وکړو چې دغه پوله دې پرانستې وساتي او داختلافونو ختمولو لپاره دې کار وکړي.

تيره ورځ دپاکستان دپوځ دسرلښکر جنرال راحيل شريف او پاکستان کې دافغانستان دسفير عمر زاخيلوال ترمينځ دليدنې څخه وروستو دتورخم پوله دتګ راتګ لپاره پرانستل شوې وه خو دميډيا راپورونه وايي پاکستان يوځل بيا دتورخم په پوله ازغن تار لګول پيل کړي دي.

ددواړو هيوادونو ترمېنځ تګ راتګ لپاره دکارول کيدونکې دغې لويې لارې دتړل کيدو له امله په زرګونو خلک سختو ستونزو سره مخ شوي وو.

جان کربي وويل پاکسان او افغانستان دواړو ته اوس هم دترهه ګريزو ډلو څخه خطره پيښه ده او هغوي پاکستان او افغانستان کې خوندي ځالې لري.

دهغه وينا وه امريکا پاکستان سره دترهه ګرو په تعاقب کې مرسته کوي.

هغه وويل امريکا افغانستان کې دترهه ګرۍ دمخنيوي لپاره موجودګي لري.

دپاکستان او امريکا داړيکو په اړه جان کربي ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل دغه اړيکې ځينې وخت پيچيده کيږي خو دا مهمې دي ځکه چې سيمه کې مونږ ګډې خطرې، تحفظاتو او ګټې لرو او مونږ به دې لړ کې په ګډه کار دوامداره ساتو

دزيارت په ورځ دپاکستاني وزيراعظم دبهرنو چارو صلاح کار سرتاج عزيز سينيټ ته دوينا په مهال ويلي وو دامريکا او پاکستان ترمينځ اړيکو کې اوسنو مياشتو کې تاوتريخوالى راغلى دى.

هغه دې لړ کې دامريکايي کانګريس له لوري په پاکستان دجنګي الوتکو ايف-١٦ خرڅولو لپاره دامريکايي امداد د اودرولو يادونه کړې وه.

دسرتاج عزيز ددغه بيان په اړه ديوې پوښتنې په ځواب جان کربي وويل هغه ته ددغه بيان په اړه نه ده معلومه نو ځکه په دې خبره نه شي کولى.

خو وياند وويل پاکستان سره دامريکا اړيکې مهمې او ضروري دي او امريکا دې لړ کې ژمنه ده.

تيره اوونۍ دامريکايي کانګريس يو پينل دحقاني ډلې په ضد ګامونو اخستو کې په ناکامۍ پاکستان لپاره د٤٥٠و ملينو عسکري امداد داودرولو دګام تاييد کړى و او تيره مياشت امريکايي سناتورانو په پاکستان دجنګي الوتکو ايف-١٦ دخرڅولو په غرض دعسکري امداد دورکولو مخالفت هم کړى و.

امريکايي قانون سازانو انديښنه څرګنده کړې چې پاکستان دغه جنګي الوتکې دخپل رقيب ګاونډي هيواد هند په ضد کارولى شي او ددې ترڅنګ يې پاکستان څخه دترهه ګرۍ په ضد جګړه کې دنورو ګامونو اخستو غوښتنه هم کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG