لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ته غيرمشروط عسکري امداد نه ورکوو،امريکا


واشنګټن کې ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال دخارجه محکمې وياندې الزبتهـ ټروډيو وويل امريکايي انتظاميه هم غواړي چې پاکستان دې دحقاني نيټ ورک په ضد ګام واخلي.
واشنګټن کې ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال دخارجه محکمې وياندې الزبتهـ ټروډيو وويل امريکايي انتظاميه هم غواړي چې پاکستان دې دحقاني نيټ ورک په ضد ګام واخلي.

دامريکا خارجه محکمې ويلي دي دکانګريس مرکزي غړي دځينو ځانګړو ګامونو څخه پرته پاکستان لپاره دعسکري امداد ملاتړ ته چمتو نه دي او اوباما انتظاميې ته به دهغوي په پريکړه عمل کول وي.

واشنګټن کې ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال دخارجه محکمې وياندې الزبتهـ ټروډيو وويل امريکايي انتظاميه هم غواړي چې پاکستان دې دحقاني نيټ ورک په ضد ګام واخلي.

هغې وويل امريکا دحقاني نيټ ورک دهلو ځلو لړ کې پاکستان ته خپل نظر ورسولى او اسلام اباد ته معلومه ده چې څه ورته کول دي.

کله چې هغې څخه پوښتنه وشوه چې ايا خارجه محکمه ددې خبرې پخلي کولو ته راضي ده چې پاکستان هاغه ځانګړي ګامونه اخستي کوم چې ددغه هيواد لپاره دعسکري امداد دجاري کولو جواز جوړيږي نو هغې وويل پاکستاني ويلي هغوي به (دتندروه) ډلو ترمينځ امتياز نه کوي او مونږ به هغوي ته ددغسې کولو ددوامداره ساتلو لپاره ډاډګيرنه ورکوو

دامريکا دخارجه محکمې لخوا دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي دي چې تيره ورځ پاکستاني پارلمان کې دوزيراعظم دخارجه چارو مشاور سرتاج عزيز منلې وه چې دتيرو دريوو مياشتو راهسې دپاکستان او امريکا اړيکې دتاوتريخوالي ښکار دي.

تيره اوونۍ دامريکايي کانګريس يو پينل دحقاني ډلې په ضد ګامونو اخستو کې په ناکامۍ پاکستان لپاره د٤٥٠و ملينو عسکري امداد داودرولو دګام تاييد کړى و او تيره مياشت امريکايي سناتورانو په پاکستان دجنګي الوتکو ايف-١٦ دخرڅولو په غرض دعسکري امداد دورکولو مخالفت هم کړى و.

ديوې پوښتنې په ځواب کې ټروډيو وويل په دغه معامله يواځې کانګريس سپيناوى کولى شي او انتظاميه خپلو شراکت دارانو او ايتلافيانو ته دامنيتي امداد ورکولو لپاره کانګريس سره په ګډه کار کولو ته ژمنه ده.

ددې پوښتنې په ځواب کې چې ايا اوباما انتظاميه او کانګريس په دغه معامله متفق دي هغې وويل هغوي کانګريس سره په ګډه کار کوي او زياته يې کړه انتظاميه پخپله پيسې نه شي جاري کولى.

امريکايي او افغان چارواکي په دې خبره ټينګار کوي افغان حکومت سره دافغان طالبانو دمذاکراتو ميز ته دکښينولو لپاره دې اسلام اباد دافغان طالبانو دهاغو ډلو په ضد ګامونه واخلي کوم چې روغې جوړې ته چمتو نه دي.

پاکستان دافغان طالبانو په ضد دطاقت دکارول کيدو دتګلارې سره اختلاف لري او دريځ لري چې دتيرو څوارلسو کلونو راهسې دطاقت په کارول کيدو سره دغه ستونزه هواره شوې نه ده.

خو دپاکستاني وزيراعظم دبهرنو چارو صلاح کار سرتاج عزيز تيره ورځ سينيټ ته دوينا په مهال دا هم ويلي وو دهاغو طالبانو په ضد دطاقت دکارول کيدو مخالف نه دى کوم چې دسولې خبرو اترو ته نه راګرځي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG