لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان دبهرنۍ کمپنۍ جوړول منلي


دلندن په هيترو هوايي اډه خبريالانو سره خبرو کې عمران خان وويل دغه بهرنۍ کمپني يې دخپل اکاؤنټنټ په مشوره لندن کې دفليټ اخستو په غرض جوړه کړې وه.
دلندن په هيترو هوايي اډه خبريالانو سره خبرو کې عمران خان وويل دغه بهرنۍ کمپني يې دخپل اکاؤنټنټ په مشوره لندن کې دفليټ اخستو په غرض جوړه کړې وه.

پاکستان کې دمخالف ګوند تحريک انصاف مشر عمران خان منلې ده چې دخپل کرکټ دلوبې په ورځو کې يې دټيکس څخه بچ کيدو لپاره کال ١٩٨٣ء کې يوه بهرنۍ کمپني جوړه کړې وه.

يوه ورځ وړاندې تحريک انصاف لندن کې دخپل مشر دفليټ دملکيت څخه انکار کړى ؤ.

دلندن په هيترو هوايي اډه خبريالانو سره خبرو کې عمران خان وويل دغه بهرنۍ کمپني يې دخپل اکاؤنټنټ په مشوره لندن کې دفليټ اخستو په غرض جوړه کړې وه.

هغه وويل ما دوړاندې څخه پخپلې ګټې پينځه ديرش فيصده ټيکس ادا کولو نو دنورو ټيکسونو څخه بچ کيدو لپاره مې دغه اف شور فرم جوړ کړو کوم چې زما حق و ځکه چې زه برطانوي وګړى نه وم

هغه وويل دبهرنۍ کمپنۍ په جوړولو سره يې کوم غيرقانوني کار نه دى کړى.

دتحريک انصاف دمشروينا وه دغه ټولې پيسې يې پاکستان ته بيرته راوړي او کله يې هم ددې خبرې څخه انکار نه دى کړى چې برطانيه کې يې دغه فليټ نه و.

هغه وويل دلندن فليټ يې خرڅ کړى او پاکستان کې يې پرې کور جوړ کړى، دعمران خان په وينا ٢٠١٢م کې چې کله دهغه څخه دبني ګاله دکور په اړه پوښتنه شوې وه نو هغه برطانيه کې دفليټ دخرڅولو رسيد ښودلى و او ويلي يې وو چې په دغو پيسو يې بني ګالا کې کور جوړ کړى.

دتحريک انصاف دمشر دبهرنۍ کمپنۍ دجوړولو دمنلو بيان ته پاکستاني ميډيا کې دکوريج ورکړل کيدو ترڅنګ دټولنيزو رابطو په ويب پاڼو هم په دې بحثونه روان دي.

دټولنيزې ميډيا کارونکو دعمران خان لخوا دبهرنۍ کمپنۍ دجوړولو په اعتراف خپل غبرګون کې هغه ته داپريل په څلورمه نيټه شوى خپل هاغه ټويټ ورپه ياد کړى چې پکې عمران خان ليکلي وو خلک چې دپاناما له لارې اف شور اکاونټونه پرانيزي نو ددې يواځينۍ وجه دا ده چې هغوي يا خو خپل دولت پټوي، په ځانګړې توګه په ناجائزه طريقې سره ګټل شوى دولت، يا دټيکس څخه ځان بچ کوي او يا دواړه

دوزيراعظم نوازشريف لور مريم نواز په ټويټر خپل يوپيغام کې په عمران خان نيوکه کړې او دعوه يې کړې چې هم عمران خان دبهرنو کمپنيو جوړولو باني دى.

دتحريک انصاف دمشر له لوري د بهرنۍ کمپنۍ دجوړولو داعتراف څخه وروستوواکمن ګوند(ن) ليګ سره تعلق لرونکي دپاکستان ددفاع وزير خواجه اصف دټولنيزو تماسونو دټويټر پخپل اکاونټ دتحريک انصاف په مشرنيوکه کړې او ويلي يې دي عمران خان خپل ځان دسزا څخه مستثنا ګڼي او نورو ته نصيحتونه کوي.

پاناما ليکس کې دپاکستاني وزيراعظم نوازشريف دبچو دنومونو راتللو څخه وروستو پاکستان کې ترټولو وړاندې دتحريک انصاف مشر عمران خان وزيراعظم څخه دمستعفي کيدو غوښتنه کړې وه، په هغه يې سختې نيوکې کړې،قام ته يې وينا کړې وه او دهغه دکور مخې ته يې د لويې احتجاج کولو دړکه کړې وه.

تيره ورځ دپاکستان مشر قاضي دموجوده حکومتي تګلارې لاندې دپاناما ليکس دپلټنو لپاره دعدالتي کميشن جوړولو څخه انکار کړى و او ويلي يې وو دکميشن دجوړول کيدو په اړه چې ورته کومه تګلاره وړاندې کړل شوې دهغې لاندې پلټنو مکمليدو کې څو کلونه لګيدى شي.

تيره مياشت دپاناما لا فرم ”موساک فونسيکا“ کې نامعلومو سرچينو واشنګټن کې قائم انټرنيشنل کنسورشيئم اف انويسټيګيو جرنلسټس( ائي سي ائي جى) نومې يو تنظيم ته دفرم يو کروړ اؤ ١٥ لکه اسناد ورکړي وو چې ترې معلومه شوې د نړۍ ترټولو طاقتورو شخصياتو خپلو ملکونو کې دټيکسونو څخه بچ کېدو لپاره پيسه دملک نه بهر ليږلې اوهلته پرې کاروبارونه کوي .

دغو شخصياتو کې دپاکستاني وزيراعظم نوازشريف ددريوؤ بچو مريم، حسن اؤ حسين نومونه شامل دي، ريکارډ څخه په ډاګه کيږي چې دغه کسان دبهرنو کمپنيو په ذريعه لندن کې دجائيداد مالکان دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG