لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هلمند کې دپوليسو په اکادمۍ ځانمرګي بريد،څلورمړه

 دهلمند دوالي وياند عمر ځواک ددغه پيښې په اړه افغان خبري ادارې پژواک ته ويلي دي ځانمرګي بريد په دو راهي نومې سيمه کې سحر مهال هاغه مهال ترسره شو کله چې يو ځانمرګي دچاوديدونکو موادو څخه ډک ګاډى والوځولو.

چارواکي وايي دافغانستان دسويلي ولايت هلمند په نادعلي اولسوالۍ کې دسيمه ييزوپوليسو په يوه اکادمۍ ترسره شوي موټري ځانمرګي بريد کې لږ ترلږه څلور کسان وژل شوي او ١٢ نور ژوبل شوي دي.

دهلمند دوالي وياند عمر ځواک ددغه پيښې په اړه افغان خبري ادارې پژواک ته ويلي دي ځانمرګي بريد په دو راهي نومې سيمه کې سحر مهال هاغه مهال ترسره شو کله چې يو ځانمرګي دچاوديدونکو موادو څخه ډک ګاډى والوځولو.

دولايتي پوليسو مشر جنرال عبدالرحمان سرجنګ منلې ده چې دغه پيښه کې دوه پوليس وژل شوي او ددوو ماشومانو په ګډون پينځه کسان ژوبل شوي دي.

دچاودنې له امله ګڼ ګاډي هم زيانمن شوي دي.

طالبانو ددغه بريد مسؤليت په غاړه اخستى او ويلي يې دي بريد دچاوديدونکو موادو څخه دډک ګاډي له لارې ترسره شوى.

تيره مياشت افغان طالبانو ټول افغانستان کې دامريکا دملاتړي افغان حکومت په ضد دعمري په نوم دسپرلي دروايتي جګړې اعلان کړى و چې له دې وروستو ټول افغانستان کې دتشدد پيښو کې اضافه راغلې ده.

دطالبانو ددغو عملياتو داعلان څخه يوه اوونۍ وروستو کابل کې دافغان استخباراتي شبکې په دفتر ځانمرګي بريد ترسره شوى و چې پکې ٧٠ کسان وژل شوي او خواوشا ٣٥٠ نور ژوبل شوي وو.

دپاکستان، افغانستان، چين او امريکا داستازو يوه څلور ملکي ډله طالبانو دسولې دخبرو هڅې کوي خو طالبانو افغانستان څخه دټولو غيرملکي پوځيانو تر وتلو افغان حکومت سره دخبرو اترو څخه انکار کړى.

تيرمياشت کابل کې داستخباراتي شبکې په دفتر دځانمرګي بريد ترسره کيدو وروستو دطالبانو په ضد دافغان حکومت رويه کې هم سختي راغلې او افغان ولسمشر اشرف غني خپل ګاونډي هيواد پاکستان څخه غوښتنه کړې چې دطالبانو په ضد دې پوځي عمليات وکړي، دهغوي مشران دې ونيسي او افغانستان ته دې يې وسپاري.

خو پاکستان بيا دافغان طالبانو په ضد دطاقت دکارول کيدو دتګلارې سره اختلاف لري او دريځ لري چې دتيرو څوارلسو کلونو راهسې دطاقت په کارول کيدو سره دغه ستونزه هواره شوې نه ده.

خو دپاکستاني وزيراعظم دبهرنو چارو صلاح کار سرتاج عزيز تيره ورځ سينيټ ته دوينا په مهال دا هم ويلي وو دهاغو طالبانو په ضد دطاقت دکارول کيدو مخالف نه دى کوم چې دسولې خبرو اترو ته نه راګرځي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG