لاس رسیدونکی لینک

دحقاني ډلې په ضد عملياتو لپاره ثبوت نه ورکول کيږي،سرتاج عزيز


سرتاج عزيز دا هم وويل که چرې خبرې اترې ناکاميږي نو بيا پاکستان هم دهاغو عناصرو دپه نخښه کولو مخالف نه دى کوم چې روغې جوړې ته نه راګرځي.

دپاکستاني وزيراعظم دبهرنو چارو صلاح کار سرتاج عزيز ويلي دي دامريکا لخوا په پاکستان دتندروه ډلې حقاني نيټ ورک دملاتړ کولو تورونه لګول کيږي خو تراوسه يې ددغه ډلې په ضد عملياتو لپاره ورته کوم کلک ثبوت نه ورکول کيږي.

افغان او امريکايي چارواکي باور لري حقاني ډله افغانستان کې يوه خطرناکه ډله ده چې دپولې پورې غاړې(پاکستان کې) خوندي ځالې لري او افغان چارواکي تور لګوي چې دپاکستان استخباراتي ادارې پشي شا ددغه ډلې دهلو ځلو ملاتړ کوي.

افغان چارواکو اوس اوس ويلي وو حقاني ډلې په موثره توګه دافغان طالبانو دجګړې واک پخپلو لاسو کې اخستى، افغان چارواکي ګمان کوي حقاني ډلې داپريل په مياشت کې کابل کې دافغان استخباراتي شبکې په دفتر هاغه بريد هم ترسره کړى و چې پکې خواوشا ٧٠ کسان وژل شوي وو.

دسينيټ غونډه کې امريکا څخه دجنګي الوتکوايف-١٦ داخستو په اړه وينا کې سرتاج عزيز وويل داپريل په ١٩مه نيټه کابل کې ( دافغان استخباراتي ادارې په دفتر) دبريد ترسره کيدو څخه وروستو امريکا او افغان حکومت (طالبانو سره ) خبرې اترې وځنډولې او دطاقت کارولو ته يې اوليت ورکړو خو پاکستان دا ردوي ځکه چې دتيرو څوارلسو کلونو راهسې دطاقت کارول کيدو سره کومه لاسته راوړنه نه ده شوې.

خو ددې ترڅنګ سرتاج عزيز دا هم وويل که چرې خبرې اترې ناکاميږي نو بيا پاکستان هم دهاغو عناصرو دپه نخښه کولو مخالف نه دى کوم چې روغې جوړې ته نه راګرځي.

افغان صدر اشرف غني تيرو ورځو کې پاکستان څخه غوښتنه کړې چې دافغان طالبانو دمذاکراتو ميز ته دراويستو پځايې دې پاکستان دطالب کمانډرانو په ضد يا خو پوځي عمليات وکړي، ودې يې نيسي او يا دې يې کابل ته دمقدمو چلولو لپاره وسپاري.

دسرتاج عزيز وينا وه دافغان امن عمل په اړه به څلور ملکي رابطه ډله دروانې مياشتې په ١٨مه او ١٩مه نيټه ترسره کيدونکې غونډه کې دټولو معاملو جاج اخلي.

هغه وويل پاکستان په امريکايي او افغان حکومت ټينګار کوي چې دروغې جوړې عمل ته دنور وخت ورکولو ضرورت دى او امن مخالفه عناصر دې دخبرو اترو دټولو هلو ځلو دناکاميدو وروستو په نخښه کړل شي.

دطالبانو او افغان حکومت ترمينځ لمړۍ نيغ په نيغه رابطه دکال ٢٠١٥م دجولا يي مياشت کې دپاکستان دپلازمينې اسلام اباد سره نزدې دسيلګرۍ په مقام مري کې شوې وه.

دخبرو اترو دوهم ټاکل شوى پړاؤ وروستو له هغې منسوخ شوى و چې دافغان طالبانو دمشر ملا عمر دمړينې خبرونه مخې ته راغلل

دبهرنو چارو صلاح کار دا هم ومنله چې دامريکا لخوا په پاکستان دجنګي الوتکو ايف-١٦ دخرڅولو دپيسو دورکړې لپاره دلګول کيدونکو شرطونو څخه وروستو دپاکستان او امريکا اړيکې دتيرو دريوو مياشتو راهسې دتاوتريخوالي ښکار دي.

هغه وويل دپاکستان او امريکا اړيکې ٢٠١١م کې دوکي ليکس، ريمنډ ډيوس دمعاملې، ايبټ اباد دعملياتو، دته خيل او سلاله دپيښو څخه وروستو دتاوتريخوالي ښکار شوي وو خو دکال ٢٠١٣م راهسې ددواړو هيوادونو اړيکو کې ښه والى راغلى و.

خو دامريکايي کانګريس لخوا دايف -١٦ الوتکو اخستو لپاره پاکستان ته دورکړل کيدونکو پيسو داودرولو دپريکړې څخه وروستو دوه اړخيزې اړيکې دتيرو دريوو مياشتو راهسې يوځل بيا دتاوتريخوالي ښکار شوي دي.

هغه وويل کيدى شي امريکا پاکستان ته دغه پيسې دايټمي پروګرام او دالقاعده دمشر اسامه بن لادن په ضد ايبټ اباد کې ترسره شوو عملياتو کې دامريکا دمرسته کوونکي پاکستاني ډاکټر شکيل افريدي دخوشې کيدو په اړه دواشنګټن دتحفظاتو له امله اودرولي وي خو دهغه په قول دغه تحفظات پاکستان دوړاندې څخه رد کړي دي.

له دې وړاندې دامريکايي سينيټ دبهرنو چارو دکميټې په وينا امريکايي چارواکو پاکستان ته دجنګي الوتکوايف-١٦ داخستو لړ کې ورکړل کيدونکى امداد اودرولى و.

امريکايي قانون سازانو انديښنه څرګنده کړې چې پاکستان دغه جنګي الوتکې دخپل رقيب ګاونډي هيواد هند په ضد کارولى شي او ددې ترڅنګ يې پاکستان څخه دترهه ګرۍ په ضد جګړه کې دنورو ګامونو اخستو غوښتنه هم کړې ده.

سرتاج عزيز وويل امريکايي چارواکي، کانګريس، تهنک ټينکس او ميډيا پرته له کوم ثبوت څخه په پاکستان دحقاني نيټ ورک دملاتړ تورونه لګوي.

XS
SM
MD
LG