لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال راحيل دپينځوو ترهه ګرو دمرګ دسزا پخلى کړى

 دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانګې(ايي ايس پي ار) وياند ليفټننټ جنرال عاصم باجوه دټولنيزو رابطو دويب پاڼې ټويټر پخپل اکاونټ دعوه کړې دغه ترهه ګر دصفورا ګوټهـ سانحې او دسبين محمود وژنه کې ککړ وو او ورته دمرګ سزا پوځي عدالت اورولې ده.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف دصفوره سانحه کې دککړ مجرم سعد عزيز په ګډون دپينځوو ترهه ګرو دمرګ دسزا منظوري ورکړې ده.

تيرکال دمئ په ١٣مه نيټه دکراچۍ په صفورا ګوټهـ سيمه کې اتوو وسله والو داسماعيلي ورورولۍ په يو بس ډزې کړې چې پکې لږ ترلږه ٤٦ کسان وژل شوي وو، ددغه بريد مسؤليت تندروه ډلې جندالله په غاړه اخستى و، دپيښې په پځايې کې دداعش پمپفلټونو کې هم ددغه بريد پړه په غاړه اخستل شوې وه،جندالله دداعش دوفادارۍ دعوه کوي ، خو دپاکستان حکومت دغه بريد کې دداعش دلاس لرلو دعوه رد کړې وه او ويلي يې وو داعش پاکستان کې هيڅ رقم منظمه موجودګي نه لري.

دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانګې(ايي ايس پي ار) وياند ليفټننټ جنرال عاصم باجوه دټولنيزو رابطو دويب پاڼې ټويټر پخپل اکاونټ دعوه کړې دغه ترهه ګر دصفورا ګوټهـ سانحې او دسبين محمود وژنه کې ککړ وو او ورته دمرګ سزا پوځي عدالت اورولې ده.

ټولنيزه کارکوونکې سبين محمود تيرکال په ٢٤م اپريل نامعلومو وسله والو ديو سيمينار څخه خپل کور ته دستنيدو په مهال وژلې وه.

پوځي بيان کې ويل شوي دي کومو مجرمانو ته چې دمرګ سزا ورکړل شوې هغوي کې دترهه ګرو مرسته کوونکي هم شامل دي.

دکومو مجرمانو دمرګ دسزا چې دپوځ سرلښکر پخلى کړى هغوي کې سعد عزيز دعبدالله عزيز شيخ ځوې، طاهر حسين منهاس دخادم حسين منهاس ځوې، اسدالرحمان دعتيق الرحمان ځوې، حافظ ناصر دافضل احمد ځوې، او محمد اظهر عشرت دعشرت رشيد احمد ځوې شامل دي چې ورته دبيلا بيلو جرمونو په اساس دپوځي عدالت له لوري دمرګ سزا ورکړل شوې ده.

پوځ وايي دغه پينځه واړه ترهه ګر دتندروه ډلې القاعده فعاله غړي دي.

دبيان ترمخه هغوي دکراچۍ صفورا چورنګي کې داسماعيلي ورورولۍ په يو بس حمله کې ککړ وؤ او دغه حمله کې ګڼو مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه

دپوځ وينا ده هغوي دکراچۍ په صالح جومات بريد او ديوې ټولنيزې کارکونکې سبين په وژلو اوقانون نافذونکو ادارو باندې بريدونو کې هم ککړ وؤ.

بيان کې ويل شوي دي دغو مجرمانو دپوځي عدالت په وړاندې دخپلو جرمونو اعتراف کړى دى.

پېښور کې په ۱۶م دسمبر ارمي پبلک سکول باندې د طالبانو حمله کې د ۱۳۳ ماشومانو په ګډون د ۱۴۹ کسانو د وژنې وروستو پاکستان کې د ترهګرۍ د مقدمو د اورېدونو لپاره پوځي عدالتونه جوړ کړى شوي وو.

پاکستان کې ددغو پوځي عدالتونو په جوړول کيدو دقانون پوهانو او بشري حقونو دډلو له لوري نيوکې شوې وې ، دبشري حقونو ډلو ويلي وو پاکستان دوړاندې څخه دترهه ګرۍ دمخنيوي او عامو عدالتونو موجودګۍ کې پوځي عدالتونو جوړولو ته ضرورت نشته خو دپاکستان حکومت بيا دريځ لري چې هيواد يې دغيرمعمولي حالاتو سره مخ دى نو ځکه دمخنيوي لپاره يې هم غيرمعمولي ګامونو ته اړتيا ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG