لاس رسیدونکی لینک

دوشنبى :پاکستان او افغانستان ته دبجلۍ دورکړې دمنصوبې پرانسته


ددې منصوبې لاندې به تاجکستان او کرغزستان څخه پاکستان ته ١٠٠٠ او افغانستان ته ٣٠٠ ميګاواټه بجلي ورکولى شي او هيله کيږي چې دغه منصوبه به ٢٠١٨م پورې پاې ته ورسيږي.

دمينځنۍ اسيا ددوو هيوادونو څخه پاکستان او افغانستان ته دبجلۍ دورکړې دمنصوبې” کاسا١٠٠٠“ دباقاعده پرانستې دستوره دزيارت په ورځ دتاجکستان پلازمينه دوشنبى کې ترسره شوې ده.

ددې منصوبې لاندې به تاجکستان او کرغزستان څخه پاکستان ته ١٠٠٠ او افغانستان ته ٣٠٠ ميګاواټه بجلي ورکولى شي او هيله کيږي چې دغه منصوبه به ٢٠١٨م پورې پاې ته ورسيږي.

دپرانستې دستوره کې دتاجکستان صدر امام علي رحمانوف، دکرغزستان وزيراعظم وي سورنبى جينباکو، دپاکستان وزيراعظم نوازشريف او دافغانستان چيف ايګزيکټيو عبدالله عبدالله برخه اخستې.

په دغه مهال خپله وينا کې وزيراعظم نوازشريف وويل دې منصوبې سره به نه يواځې اقتصادي، ټولنيزې او ماحولياتي ګټې ترلاسه شي بلکې دا به دانرژۍ دکمي دلرې کولو ترڅنګ سيمه کې دروزګار او کاروباري هلو ځلو لپاره هم ګټوره وي.

دهغه په قول دا منصوپه به دغړو هيوادونو ترمينځ تماسونو او ملګرتيا ته دودې ورکولو لامل جوړيږي او ورسره به مينځنۍ اسيا، سويلي اسيا سره پيوست کيږي.

ددغه منصوبې لپاره به نړيوال ملک مرسته ورکوي چې اندازه يې ١١٧ اربه روپۍ لګول شوې ده.

پاکستان اوسنو کلونو کې دانرژۍ سخت بحران سره مخ دى چې له امله يې ددغه هيواد معيشت ته دزيان رسيدو ترڅنګ داولس ژوند هم اغيزمن شوى.

پاکستان دانرژۍ دکمي پوره کولو لپاره په بيلا بيلو منصوبو کار کوي چې پکې دکاسا ١٠٠٠ ترڅنګ تاجکستان څخه دقدرتي ګيس ترلاسه کول او ايران څخه دګيس ددرامد منصوبه هم شامل دي.

امريکا هم پاکستان کې دانرژۍ دکمي پوره کولو لپاره مرسته ورکوي چې پکې دبجلي ګهرونو دتوان سيوا کولو ترڅنګ ددې درسد نظام فعالولو کې مرسته ورکول شامل دي.

XS
SM
MD
LG