لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراق کې د داعش مهم کمانډر وژل شوی، پېنټاګون


کُک د ابووهيب وژنه د تُندروه ډلې دپاره ضربه او د عراقي حکومت او امريکا په مشرۍ د اتحاد د هڅو پرمختګ بللی دی .
کُک د ابووهيب وژنه د تُندروه ډلې دپاره ضربه او د عراقي حکومت او امريکا په مشرۍ د اتحاد د هڅو پرمختګ بللی دی .

د امريکې محکمه دفاع پخلی کړی چې د عراق په انبار صوبه کې د تُندروه ډلې داعش يو مهم کمانډر د اتحادي ځواکونو په فضايي بريد کې د درې نورو ملګرو سره وژل شوی دی .

د محکمه دفاع وياند پيټرکُک د ګل په ورځ وئيلي د مئي په شپږمه نېټه په رتبه علاقه کې ترسره شوې حمله کې يو ګاډی په نخښه شوی چې پکې د انبار صوبې د داعش کمانډر ابووهيب سره د ملګرو سور وو .

کُک د ابووهيب وژنه د تُندروه ډلې دپاره ضربه او د عراقي حکومت او امريکا په مشرۍ د اتحاد د هڅو پرمختګ بللی دی .

پېنټاګون دا نه دي وئيلي چې ګاډی د جنګي الوتکې يا د ډرون دلارې په هدف شوی دی او نه يې په دې اړه څه وئيلي چې د عراق حکومت په کال ۲۰۱۵م کې هم د تُندروه مشر د وژنې پخلی کړی ؤ .
د کُرد او شيعه ويب پاڼې ترمخه ابووهيب په کال ۲۰۱۲م کې د تکريت د زندان نه په تښتېدلو ۱۰۰ نه زياتو بنديانو کې شامل وو .

د داعش مشر ابوبکرالبغدادي د زندان ماتولو منصوبه جوړه کړې وه ، او وروستو يې ابووهيب د انبار صوبې د داعش وسله وال مشر جوړ کړی ؤ .

ابووهيب په کال ۲۰۱۳م کې هغه وخت په نړيوالو مطبوعاتو کې مشهور شو چې کله يوه ويډيو مخې ته راغله او هغه پکې د شام پولې سره نزدې د ټرکونو درې شامي ډرائيوران وژني .

دا څلور ډرائيوران ؤ او درې پکې په دې وژل شوي وو چې ابووهيب ترې پوښتنې کړې چې هغه سُنيان دي کنه دي؟ او د پوښتنو په سم ځواب نه ورکولو يې درې بيا ووژل .

تېر کال د عراق حکومت ادعا کړې وه چې د موصل سره نزدې يو فضايي بريد کې ابووهيب وژل شوی او د تُندوره مشر عکسونه يې هم خپاره کړي وو .

ولې د کُردو يوې نړيوالې خبري ادارې د تُندوره ډلې لخوا وئيلي ؤ چې په دغه بريد کې ابووهيب ژوبل شوی او بيا صحت مند شوی ؤ .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG