لاس رسیدونکی لینک

د امريکې مرکزي کمان د پاکستان پوځي مشرتابه سره ليدلي


د امريکا د کانګرس ځيني غړي وايي پاکستان يواځې د هغو ترهګرو په ضد عمليات کوي کومې چې د ځان دپاره خطره ګڼي او په حقاني شبکه سترګې پټوي .

د امريکې د مرکزي کمان کمانډر جنرال جوزف اېل ووټل نن د ګل په ورځ راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ مرکزي دفتر جنرل هېډکوارټر (جي اېچ کيو) ته ورغلی او پوځي مشرتابه سره يې په دوه اړخيزه پوځي چارو خبرې اترې کړي دي .

د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف په مشرۍ پلاوي د جنرال جوزف سره ليدنه کې په دوه اړخيزه ګټو او په ځانګړې د افغانستان د امنيت په اړه خبرې اترې کړي دي .

د پوځ مطبوعاتي څانګې( ائي اېس پي ار) وئيلي امريکايي جنرال په سيمه کې د سولې او ثبات دپاره د پاکستان د پوځي هڅو ستائنه کړې ده .

جنرال جوزف ووټل د پاکستان د دفاع سيکرټري لفټننټ جنرال (ريټائرډ) محمدعالم خټک سره هم ليدلي دي .

د دفاع وزارت په يو بيان کې وئيلي په دغه ليدنه کې د پاکستان او امريکې ترمنځ دفاعي اړيکو زياتولو باندې خبرې شوي دي .

بيان کې د دفاع سيکرټري وئيلي پاکستان ـ امريکې سره د شپږو لسيزو د مودې اړيکو ته ډېر اهميت ورکوي .

ليدنه کې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د مرستو زياتولو نه علاوه د دفاعي همکارۍ سېوا کولو په اړتيا هم خبرې اترې شوي دي . د دفاع سيکرټري د اېف ـ۱۶ الوتکو د اخيستو په اړه وئيلي د ترهګرۍ په ضد جګړه کې دا الوتکې ډېر ارزښت لري .

امريکايي جنرال په داسې وخت د پاکستان سفر کړی دی چې په ورستيو کې امريکا ـ پاکستان په دې خبر کړی دی چې د کانګرس د ځينو غړو د نيوکو نه پس پاکستان سره د اته اېف ـ۱۶ الوتکو اخستو دپاره د ۴۳کروړه ډالرو مرسته نه شي کولی او پاکستان دې د دې دپاره خپل وسايل وکاروي .

بل لور ته د پاکستان وزيراعظم د باندنيو چارو مشاور سرتاج عزيز وئيلي د جنګي الوتکو د اخستو د فنډ ورکولو په لړ کې امريکا سره په تماس کې يُو .

د امريکايي کانګرس يوه ډله پاکستان ته د ۴۵کروړه ډالرو امداد ورکول د ترهګرې ډلې (حقاني شبکې) په ضد عملياتو سره مشروط کوي .

د امريکا د کانګرس ځيني غړي وايي پاکستان يواځې د هغو ترهګرو په ضد عمليات کوي کومې چې د ځان دپاره خطره ګڼي او په حقاني شبکه سترګې پټوي .

ولې پاکستان وايي د ټولو وسله والو ډلو په ضد بې د څه توپيره عمليات کوي .

د پاکستان پوځ د کال ۲۰۱۴م په نيمايۍ کې په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نوم عمليات پېل کړي او چارواکي ادعا کوي په دغو عملياتو کې ځايي او بهرني ۳۵۰۰ ترهګر وژل شوي او سيمه د وسله والو نه پاکه کړی شوې ده .

XS
SM
MD
LG