لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نېب بلوچستان کې بل پخوانی لوړ پوړی چارواکی نيولی


بلوچستان کې د پبلک سروس کمېشن لوړ پوړی چارواکی په داسې مهال نيول شوی چې تېره اونۍ نېب د بلوچستان د خزانې سيکرټري د درغلۍ په تور نيولی ؤ .
بلوچستان کې د پبلک سروس کمېشن لوړ پوړی چارواکی په داسې مهال نيول شوی چې تېره اونۍ نېب د بلوچستان د خزانې سيکرټري د درغلۍ په تور نيولی ؤ .

د پاکستان د احتساب قامي ادارې (نېب) د بلوچستان صوبې د عامه خدماتو د کميسون (پبلک سروس کمېشن) پخوانی مشر محمداشرف مګسي نيولی دی . مګسي باندې تورونه دي چې په غېرقانوني توګه بهرتيانې يې کړي دي .

راپورونه وايي مګسي نن د ګل په ورځ د نېب چارواکو د خپل کور نه نيولی او د ادارې مرکزي دفتر ته يې منتقل کړی دی .

د بلوچستان ګورنر محمدخان اچکزۍ د درغلۍ او په ورانه توګه د اختياراتو کارولو په سر په کال ۲۰۱۴م اشرف مګسي د خپلې چوکۍ نه لرې کړی ؤ . او نېب ترې بيا د دې پلټنې پېل کړې وې چې هغه د افسرانو په بهرتي کولو کې د وړتيا (مېرټ) سرغړونه کړې ده .

په مګسي تور دی چې د ۱۷ ګرېډه نه زيات افسران يې په بډو رشتونز بهرتي کړي دي .

د مګسي دوه لوڼه چې د بلوچستان د تعليم په محکمه کې ۱۷ګرېډه افسرانې وې د هغې وروستو د چوکو څخه لرې کړی شوې چې کله نېب د هغوې ډګريانې جعلي ثابت کړې .

بلوچستان کې د پبلک سروس کمېشن لوړ پوړی چارواکی په داسې مهال نيول شوی چې تېره اونۍ نېب د بلوچستان د خزانې سيکرټري مشتاق احمدرئيساني د درغلۍ په تور نيولی ؤ . د رئيساني د نيولو په وخت د هغه د کور نه د ۶۵ کروړه روپو نه زياتې نقدې پېسې ترلاسه شوې وې .

رئيساني جوډيشل مجسټريټ ته وړاندې کړی شوی او عدالت د ۱۴ ورځو په ريمانډ نېب ته ورکړی ؤ .

د بلوچستان د نېب مشر (ر) مېجر طارق محمود له دې وړاندې وئيلي ؤ چې په صوبه کې د درغلۍ د خواؤشا ۱۵۰ کېسونو پلټنې روانې دي . هغه وئيلي ؤ د ځينو اوسنو او پخوانو وزيرانو په درغلۍ کې د ککړتوب په ضد پلټنې کيږي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG