لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غزني کې ټريفکي پېښه کې ۵۲ کسان مړه شوي


د ټريفک ځايې پوليسو وئيلي دغه پېښه په بې پروا ډول د ګاډو چلولو په پايله کې رامنځته شوې ده
د ټريفک ځايې پوليسو وئيلي دغه پېښه په بې پروا ډول د ګاډو چلولو په پايله کې رامنځته شوې ده

د افغانستان په ختيځه صوبه غزني کې د کابل او کندهار په لويه لار يوه خونړۍ ټريفکي پېښه کې ۵۲ کسان مړه شوي او د ۷۰ نه زيات نور ژوبل شوي دي .

چارواکو وئيلي ټريفکي پېښه نن د اتوار په سهار د غزني په مقر ضلع کې رامنځته شوې ده . د مسافرو دوه بسونه او د تېلو يو ټېنکر په ټکر شوي او په پايله کې يې په ګاډو اورلګېدلی او خلکو ته ډېره مرګ ژوبله اوختې ده .

د مقر ولسوال وحيدالله وايس اف امريکا سره خبرو کې پېښه کې د ۵۰ کسانو د مړينې او ۵۸ ژوبلېدو پخلی کړی دی . نوموړي د وژل شوؤ کسانو د شمېرې زياتېدو اندېښنه څرګند کړې ده .

هغه وئيلي د اورلګېدو په پايله کې خلک سوځېدلي او مړه شوي دي .

وحيدالله زياته کړې چې په سوځېدلو مړه شوؤ کسانو کې د ډېرو حالت داسی دی چې د ښځې او نر پته يې نه معلوميږي .

د ټريفک ځايې پوليسو ايوسي اېټډ پريس ته وئيلي دغه پېښه په بې پروا ډول د ګاډو چلولو په پايله کې رامنځته شوې ده .

افغانستان کې زياتره ټريفکي پېښې رامنځته کيږي او لامل يې د سړکونو خرابوالی او د ټريفک په قانون عمل نه کول کيږي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG