لاس رسیدونکی لینک

افغانستان کې د ناټو دوه عسکر وژل شوي


په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غېرجنګي ماموريت دپاره ۱۳زره عسکر موجود دي چې زياته شمېره پکې د امريکا د سرتېرو ده .

په افغانستان کې نړيوالو ځواکونو وئيلي د خالي په ورځ د هېواد په جنوبي سيمه کې پوځي کمپاؤنډ (ودانۍ) باندې ډزو کې يې دوه سرتيري وژل شوي دي وئيل کيږي حمله کوؤنکو د افغان پوځ جامې اغوستې وې .

په کابل کې د قاطع ملاتړ ماموريت (انټرنيشنل ريزيلوټ سپورټ مشن) په يو بيان کې وئيلي سرتېرو يې په ځوابي ډزو کې حمله کوؤنکي هم وژلي دي . ماموريت وئيلي افغان او اتحادي ځواکونو د پېښې پلټنې پېل کړي دي .

د پېښې په اړه نور تفصيل نه دی وړاندی کړی شوی . د وژل شوؤ سرتېرو نومونه نه دي وئيل شوي او نه يې د ملک پېژندګلو ښکاره کړی شوې ده .

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غېرجنګي ماموريت دپاره ۱۳زره عسکر موجود دي چې زياته شمېره پکې د امريکا د سرتېرو ده . نړيوال ځواکونه د ۲۰۱۵م کال راهسې د افغانستان د دفاعي او امنيتي ځواکونو روزنه کوي .

بيان کې وئيل شوي " د دې هر څه باوجود به مونږ د افغان ځواکونو د روزنې، مشورو ورکولو او مرستو لړۍ دوامداره ساتو او دې پېښې ته مونږ داسې نه ګورو چې دا د ځواکونو استازيتوب کوي" .

خبري ادارې اېسوسي اېټډ پريس د يورپي هېواد رومانيه د دفاع وزرات لخوا وئيلي چې د افغانستان په جنوبي سيمه قندهار کې يې په داسې مهال دوه عسکر وژل شوي او يو ژوبل شوی دی چې دوې افغان ځواکونه روزل .

وزارت وئيلي د ژوبل عسکر روغتيايي حالت ښه دی او د درملنې دپاره به جرمني ته لېږلی شي . د وزارت ترمخه په افغانستان کې د رومانيه ۶۳۱ عسکر موجود دي .

XS
SM
MD
LG