لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ:د مدني ټولنې فعاله غړی خرم ذکي په ډزو وژل شوی


خرم ذکي د مدني ټولنې يو ګړندی غړی ؤ او د صحافت د پېشې سره هم اړونده پاتې وو.
خرم ذکي د مدني ټولنې يو ګړندی غړی ؤ او د صحافت د پېشې سره هم اړونده پاتې وو.

د پاکستان ستر صنعتي ښار کراچۍ کې د نامعلومو وسله والو په ډزو کې د مدنې ټولنې فعاله خرم ذکي وژل شوی دی.

د کراچۍ ښار د منځنۍ ضلعې پوليس وئيلي خرم ذکي د نارتهـ ناظم اباد سيمې په سيکټر ۱۱م کې په يو هوټل کې ناست وو په دوه موټر سائيکلو سواره وسله وال راغلي او هغه يې په هدف کړی دی.

پوليس وئيلي خرم ذکي سره په ډزو کې يو خبريال راؤخالد او بل لاروی ژوبل شوي دي . د پوليس چارواکو په وينا خرم ذکي په ځايې ژوند د لاسه ورکړی او هغه سره ژوبل خبريال په مرګوني حالت کې دی.

خرم ذکي د مدني ټولنې يو مخکښ فعال ؤ او هغه د صحافت د پېشې سره هم اړونده پاتې شوی دی . نوموړی د(اېل يو بي پي) په نوم د بلاګ ايډيټر او د ټولنيزو اړيکو په ويب پاڼو ډېر فعال ؤ .

د ميډيا راپورونو ترمخه قاري سېف الله چې ځان د طالبانو د حکيم الله ډلې وياند معرفي کوي د خرم ذکي د وژنې زمه واري يې قبوله کړې ده .

خو د پاکستاني طالبانو د مرکزي ډل (ټي ټي پي) يو کمانډر شهريارمحسود او د محسودو طالبانو اعظم طارق د قاري سېف الله د تنظيمي حېثيت نه انکار کوي .

د وژل شوي مدني ټولنې فعال خرم ذکي په اسلام اباد کې د شيعه سُني ترمنځ د کرکې خورولو په سر د لال مسجد مشر مولانا عبدالعزيز په ضد مظاهرو کې هم ګډون کړی ؤ او د بل مدني فعال جبران ناصر سره په دغو مظاهرو کې شريک وو .

خرم ذکي د اسلام اباد په يو ځايې عدالت کې د مولانا عزيز په ضد شکايت کړی ؤ چې هغه د شيعه سُني ترمنځ نفرت پېدا کوي او د پاکستان استخباراتي ادارې (ائي اېس ائي) په ضد يې د ټولنيزو اړيکو په ويب پاڼو ويډيو خپره کړې ده چې پکې په اداره فرقه ييزه ايجنډې ته د ودې ورکولو تور لګول شوی ؤ .

د ټولنيز اړيکو په ويب پاڼو د خرم ذکي د وژنې غندنه روانه ده . او د شيعه تنظيم مجلس وحدت مسلمين پاکستان مرکزي جنرل سيکرټري علامه راجه عباس ناصر عباس دغې پېښې ته په خپل غبرګون کې د مذهبي کالعدم تنظيمونو کارروايي وئيلې ده .

د پېښې زمه واري تراوسه چا نه ده منلې او پوليس وئيلي پلټنې يې پېل کړي دي .

په کراچۍ کې د کال ۲۰۱۵م د اپرېل په مياشت کې د مدني ټولنې يوه بله مخکښه فعاله سبين محمود هم په ډزو وژل شوې وه .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG