لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اعزازچوهدري وايي داعش پاکستان کې منظمه موجودګي نه لري


 اسلام اباد کې ديوې غونډې په مهال خبريالانو سره خبرو کې اعزاز احمدچوهدري وويل داعش پاکستان کې منظمه موجودګي نه لري بلکې يواځې څو کسانو دغه ترهه ګريزې ډلې سره ديو ځايې کيدو دعوه کړې ده.
اسلام اباد کې ديوې غونډې په مهال خبريالانو سره خبرو کې اعزاز احمدچوهدري وويل داعش پاکستان کې منظمه موجودګي نه لري بلکې يواځې څو کسانو دغه ترهه ګريزې ډلې سره ديو ځايې کيدو دعوه کړې ده.

دپاکستان دبهرنو چارو سکتر اعزاز احمدچوهدري دا حکومتي دريځ يوځل بيا تکرار کړى چې پاکستان کې تندروه ډله داعش وجود نه لري.

اسلام اباد کې ديوې غونډې په مهال خبريالانو سره خبرو کې اعزاز احمدچوهدري وويل داعش پاکستان کې منظمه موجودګي نه لري بلکې يواځې څو کسانو دغه ترهه ګريزې ډلې سره ديو ځايې کيدو دعوه کړې ده.

هغه وويل دکومې ممکنه خطرې مخنيوي پاکستاني (استخباراتي)شبکې بيدارې دي او هم له دې امله ددغسې عناصرو په ضد ګامونه هم اخستل شوي دي.

په ډاګه دې وي چې سږکال دفرورۍ مياشت کې دسينيټ دداخله چارو دقائمه کميټۍ په وړاندې دپاکستان ديوې حساسې ادارې انټلي جنس بيورو( ائي بي ) ډائريکټر جنرل افتاب سلطان پاکستان کې دداعش دوجود اعتراف کړى ؤ، دا يې دهيواد لپاره يوه نوې راپورته کيدونکې خطره بللې وه اؤ وئيلي يې وؤ چې دلشکرجهنګوي اؤ سپاه صحابه پشان تندروه تنظيمونه داعش لپاره نرمه ګوشه لري.

له دې وړاندې دپاکستان بيلا بيلو برخو کې دداعش کارکوونکي نيول شوي، ددغه ډلې په حق کې په ديوالونو ليکل شوي، دټي وي چينلو په دفترونو دداعش لخوا حملې شوي اؤ څو مياشتې دمخه يو شمير پاکستاني طالب کمانډرانو داعش کې دشامليدو اعلان هم کړى ؤ.

اعزاز چوهدري خپل ګاونډي هيواد افغانستان کې ( د افغان طالبانو) په ضد دطاقت دکارول کيدو سوچ رد کړو او وې ويل دسيمه ييز امنيت لپاره پکار ده چې افغانستان کې په جګړه بوختې ټولې ډلې دتشدد لار پريږدي او دخبرو اترو ميز ته راشي.

په ډاګه دې وي چې څو ورځې وړاندې دپاکستاني وزيراعظم دخارجه چارو صلاح کار سرتاج عزيز هم ويلي وو دطاقت په کارولو سره افغانستان کې دامنيت ټينګښت ممکن نه دى.

يو سيمينار ته دوينا په مهال سرتاج عزيز دا هم ويلي وو چې ” تيرو څوارلسو کلونو کې دطاقت په کارولو سره دافغان ستونزې هوارى نه دى راوتلى“

څو ورځې دمخه دافغانستان ولسمشر اشرف غني اسلام اباد څخه غوښتنه کړې وه پخپله خاوره دې دموجودو افغان طالبانو دمشرانو په ضد پوځي عمليات وکړي، دافغان پارلمان ګډې غونډې ته وينا کې اشرف غني اشرف غني ويلي وو کابل نه غواړي پاکستان دې طالبان دخبرو اترو ميز ته راولي بلکې (دطالبانو په ضد ترې) د(پوځي) عملياتو هيله کوي.

اشرف غني پاکستان څخه دا غوښتنه هم کړې وه چې دمقدمو چلولو لپاره دې طالب قيادت افغانستان ته وسپاري.

افغان ولسمشر دغه څرګندونې څو ورځې وروستو له هغې کړې وې چې په ١٩م اپريل دافغانستان پلازمينه کابل کې ددغه هيواد داستخباراتي شبکې په دفتر طالبانو يو خونړى بريد ترسره کړو، دغه بريد کې خواوشا ٧٠ کسان وژل شوي او تر ٣٥٠ نور ژوبل شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG