لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روسيه وايي دحلب سيمې اوربند کې تر دريوو ورځو پراختيا شوې


اوربند کې دپراختيا وروستو دحلب اوسيدونکودارام ساه اخستې.
اوربند کې دپراختيا وروستو دحلب اوسيدونکودارام ساه اخستې.

روسيې ويلي دي دهغوي په مينځګړتوب دسوريې په حلب ښار کې سيمه ييز اوربند کې د٧٢ؤ ساعتو

پراختيا شوې ده.

دغه سيمه کې دسوريې دحکومت او ياغيانو ترمينځ اوسنو نښتو کې خواوشا ٣٠٠ کسان وژل شوي دي.

خو اوربند کې دپراختيا وروستو دحلب اوسيدونکودارام ساه اخستې.

دروسيې دانټرفيکس خبري ادارې ترمخه دروسيې ددفاع وزارت دا اعلان هم کړى چې شمالي سيمې الاذقيه کې هم دجنګي عملياتو اودرولو کې تر ٧٢ؤ ساعتو پراختيا شوې ده.

امريکا او روسيې الاذقيه او ددمشق سره نزدې ختيځه سيمه غوطه کې تيره اوونۍ دسيمه ييزو تړون لاندې اوربند کړى و.

حلب او نورو سيمو کې دتشدد دپيښو له امله دسوريې دحکومت او حزب اختلاف ترمينځ سياسي عمل ته دزيان رسيدو خطره ده او ورسره دتندروه ډلې داعش په ضد بين المللي هڅې هم اغيزمنې کيدى شي.

دامريکا دخارجه محکمې وياند جان کربي ويلي دي امريکا دحلب اوربند کې دپراختيا هرکلى کوي ، دهغه په قول دې سره به تشدد کې کمى راځي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG