لاس رسیدونکی لینک

شمالي کوريا يوه بله اتومي تجربه کولى شي،راپور


دجان هاپکنز پوهنتون په تابيا دشمالي کوريا په چارو نظر ساتونکې ويب پاڼې ”٣٨ نارتهـ“ دجمعې په ورځ ويلي وو دمئ په پينځمه نيټه ددغه هيواد داتومي تجربې دمقام څخه دسيټيلايټ له لارې ترلاسه شوو عکسونو کې ګاډي دتګ راتګ په حال کې ليدل شوي دي.

يوې څارونکې امريکايي ډلې ويلي دي شمالي کوريا نزدې راتلونکي کې ديوې بلې اتومي تجربې تياري کولى شي.

دجان هاپکنز پوهنتون په تابيا دشمالي کوريا په چارو نظر ساتونکې ويب پاڼې ”٣٨ نارتهـ“ دجمعې په ورځ ويلي وو دمئ په پينځمه نيټه ددغه هيواد داتومي تجربې دمقام څخه دسيټيلايټ له لارې ترلاسه شوو عکسونو کې ګاډي دتګ راتګ په حال کې ليدل شوي دي.

دويب پاڼې په وينا دغلته عموماً څه رقم تګ راتګ نه کيږي او دغه هلې ځلې په هاغه حال کې ليدل کيږي کله چې په امکاني توګه دکومې تجربې لپاره تياري کولى شي.

شمالي کوريا دجمعې په ورځ دحکومتي ګوند ورکرز پارټۍ ترټولو لويه غونډه راجوړه کړې وه او انديښنه څرګندولى شوه چې شمالي کوريا په دغه مهال دبيلسټک يا اتومي تجربې کولى شي.

دشمالي کوريا مشر کم جونګ غونډې ته پرانستې وينا کې دجنورۍ په مياشت کې ترسره شوې اتومي تجربه ستايلې، غونډه کې د٣٤٠٠ څخه زيات استازي شريک وو.

هيله کيده چې کم جونګ به غونډه کې په لويه پيمانه دلوړو چوکو دبدلونونو اعلان کوي خو دهغه وينا کې دغسې څه مخې ته رانغلل.

XS
SM
MD
LG