لاس رسیدونکی لینک

په وړومبي ځل يو مسلمان صادق خان د لندن ښاروال وټاکل شو


صادق خان ۴۵ کلن دی او د هغه پلار ۲۵ کاله بس چلولی دی دا وړومبی مسلمان دی چې د لندن ښاروال وټاکل شو .

صادق خان چې مور او پلار يې پاکستانيان دي په وړومبي ځل د لندن مسلمان ښاروال (مېئر) وټاکل شو . صادق خان د لېبرپارټۍ کانديد ؤ او هغه د جمعې په ورځ ترسره شوي انتخابات دکنزروېټو ګوند غړي زيک ګولډسمت نه ګټلي دي.

صادق خان ۴۵ کلن دی او د هغه پلار ۲۵ کاله بس چلولی دی دا وړومبی مسلمان دی چې د لندن ښاروال وټاکل شو . د خان سيالي د يو ارب پتي کس د زوې ۴۱ کلن ګولډ سميت سره وه .

کنزروېټو ګوند په صادق خان د سخت دريزۍ تور لګولی ؤ ولې نوموړی د دغو توورنو باوجود بريالی شو .

صادق خان په خپله وئيلي تل يې د سخت دريزۍ په ضد مبارزه کړې ده . لېبرپارټۍ چې خان يې کانديد ؤ په ګولډسميت او کنزرويټوګوند تور لګولی چې د صادق خان د بدنامولو هڅه يې کړې ده .

د لندن د ښاروال دپاره سيالو کې ۱۲ کانديدان په مېدان کې وو ، ولې په دوې کې اصل مقابله د صادق خان او ګولډسميټ ترمنځ وه .

راپورونه وايي صادق خان ۱۳ لاکه ۱۰زره او ۱۴۳ ووټونه اخستي او ګولډسميت ته نهه لاکه ۹۴زره او ۶۱۴ ووټونه مېلاؤ شوي دي .

په لندن ښار کې مسلمانانو د صادق خان په بريا د خوشحالۍ څرګندونه کړې چې په وړومبي ځل يو مسلمان د لندن ښاروال ټاکل کيږي .

د محمدلعل ميا په نوم پو پاکستانی چې ۵۵ کاله پخوا برطانيې ته تللی ، وايس اف امريکا ته يې وويل چې “په اولو ورځو کې دلته جومات نه ؤ او مونږ به نمونځونه د کورنو په لانديني خانو کې کول" .

د ميا په وينا اوس د برطانيې په هر ځايې کې جماتونه شته دی . او د حکومت د معلوماتو ترمخه په برطانيه کې ۱۸۵۰ جوماتونه دي .

لعل ميا وويل د صادق خان ښاروال جوړېدو سره به مونږ ته د زياتو جوماتونو جوړولو او نورو اسلامي ادارو جوړول اسان شي او د هغه په وينا " دا د مسلمانانو دپاره غټه موقعه ده ، زه په دې خوشحاله يم چې برطانيې ته راغلی يم دلته تاته هر ډول موقع په لاس درځي " .

يو بل ووټ ورکوؤنکي چې ځان يې مسلمان ورپېژندلی وايس اف امريکا ته يې وئيلي " دا نه يواځې زما دپاره د بلکې د برطانيې د ټولو مسلمانانو دپاره يوه مهمه ورځ ده په يقيني ډول دا يوه تاريخي ورځ ده او دا د يو نوي تاريخ پېل دی" .

د لندن يو بل اوسيدونکي وويل د ښاروال دين او مذهب مهم نه دی بلکې د هغه کړه وړه او کار مهم دی .

" ټولنې ته دا نه ده مهمه چې ښاروال مسلمان دی او غېر مسلمان، بلکې مهمه دا ده چې هغه څه کوي کله کله هغه خپله وعده پوره نه کړي او دا ښه کار نه دی" .

صادق خان د انتخاباتو په کمپائن کې د خلکو سره ژمنه کړې وه چې په لندن کې به د اوسېدو شرطونه اسان کړي او دا يې هم وئيلي ؤ چې په انصاف سره به د کورنو په برابرولو کې د خلکو سره مرستې کوي .

XS
SM
MD
LG