لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې په امريکايي وګړو دبيدار اوسيدو غږ


 کابل کې دامريکايي سفارت خانې په ويب پاڼه يو بيان کې چارواکو ويلي تيره ورځ ښار کې دبهرنيانو دتښتونې هڅه شوې ده خو دې لړ کې نور تفصيلات نه دي جاري کړل شوي.
کابل کې دامريکايي سفارت خانې په ويب پاڼه يو بيان کې چارواکو ويلي تيره ورځ ښار کې دبهرنيانو دتښتونې هڅه شوې ده خو دې لړ کې نور تفصيلات نه دي جاري کړل شوي.

افغانستان کې دامريکا سفارت خانې په امريکايي وګړو غږ کړى چې پلازمينه کابل کې دې ديو امريکايي وګړي او نورو غيرملکيانو دتښتولو دهڅې څخه وروستو بيدار اوسيږي.

کابل کې دامريکايي سفارت خانې په ويب پاڼه يو بيان کې چارواکو ويلي تيره ورځ ښار کې دبهرنيانو دتښتونې هڅه شوې ده خو دې لړ کې نور تفصيلات نه دي جاري کړل شوي.

په ١٩م اپريل دافغانستان پلازمينه کابل کې ددغه هيواد داستخباراتي شبکې په دفتر طالبانو يو خونړى ځانمرګي بريد کې خواوشا ٧٠ کسان وژل شوي او تر ٣٥٠ نور ژوبل شوي وو.

چارواکو خبردارى ورکړى افغانستان کې دامريکايي وګړو دتښتول کيدو او يرغمال نيول کيدوګواښ اوس هم زيات دى.

سفارت خانې امريکايي وګړو ته ويلي دي افغانستان کې دې دوړاندې څخه داعلان شوو سفرونو کولو څخه ډډه وکړي.

بيان کې ويل شوي دي امريکايي سفارت خانه دافغانستان په کابل او نورو برخو کې امريکايي وګړو ته يادونه کوي چې پخپلو شخصي امنيتي پلانونو دې بيا نظر واچوي، دخپل شخصي امنيت دښه کولو لپاره مناسب ګامونه واخلي، دخپل خواوشا څخه خبردا ووسيږي، دځان خبرولو لپاره دسيمه ييزو خبرونو څارنه وکړي او په لوړه کچه بيدار ووسيږي

دا په داسې حال کې ده چې تيره اوونۍ دافغانستان ختيځ ښار جلال اباد څخه وسله والو يوه اسټريلوي ښځه تښتولې وه.

دامريکايي سفارت خانې بيان کې دامريکا دخارجه محکمې هاغه بيان لوري ته هم اشاره شوې چې پکې ويل شوي ټول افغانستان کې دتښتول کيدو ګواښ شته او پلازمينه( کابل) او نور لويې ښارونه دتندلارو دبريدونو دګواښ سره مخ دي، دغو ممکنه بريدونو کې موټري بم چاؤدنې، نيغ په نيغه ډزې او ځانمرګي بريدونه شامل دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG