لاس رسیدونکی لینک

جنرل راحيل د١١و ترهه ګرو دمرګ دسزا پخلى کړى


دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانګې څانګې( ايي ايس پي ار) ترمخه دغه ١١ واړه سخت دريځي ترهه ګر دترهه ګرۍ بيلا بيلو پيښو کې ککړ دي چې پکې دتاوان لپاره داولسي وګړو تښتول، په وسله والو پوځونو اؤ دقانون دپځايې کوونکو ادارو په عسکرو ، سکولونو اؤ مواصلاتي انفراسټرکچر بريدونه شامل دي.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف دنهې په ورځ دهاغو ١١ؤ ترهه ګرو دمرګ دسزاګانو پخلى کړى چې پرې پوځي عدالتونو کې مقدمې چليدلي دي.

دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانګې څانګې( ايي ايس پي ار) ترمخه دغه ١١ واړه سخت دريځي ترهه ګر دترهه ګرۍ بيلا بيلو پيښو کې ککړ دي چې پکې دتاوان لپاره داولسي وګړو تښتول، په وسله والو پوځونو اؤ دقانون دپځايې کوونکو ادارو په عسکرو ، سکولونو اؤ مواصلاتي انفراسټرکچر بريدونه شامل دي.

دايس ايس پي ار له لوري ددغو يوولسو ترهه ګرو په اړه داسې تفصيلات جاري شوي.

محمد عمر ددليل خان ځوې

دا ترهه ګر دتحريک طالبان پاکستان( ټي ټي پي) فعاله غړى دى، هغه دپاکستان په وسله والو پوځونو، قانون نافذونکو ادارو په عسکرو بريدونو کې ککړ دى او دغو بريدونو کې په ګڼ شمير کې پوځيانو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې، هغه دچاؤديدونکو موادو جوړولو کې هم ککړ دى، هغه دعدالت په وړاندې دخپلو جرمونو اعتراف کړى دى، دهغه په ضد ددريوو تورونو په اساس مقدمه چلول شوې او ورته دمرګ سزا ورکړل شوې ده.

حميدالله دمحمد غازي ځوې، رحمان الله دعمر دين ځوې، محمد نبي ددلاور شاه ځوې او مولوي دلبر خان دکشکر ځوې

دپاکستان دپوځ ترمخه دغه څلور واړه کسان دتحريک طالبان پاکستان فعاله غړي وو، دقانون دپځايې کوونکو ادارو په عسکرو بريدونو کې ککړ وي او دغو بريدونو کې دپوليسو يو مشر( ايس ايس پي) محمد هلال خان، کرنل مصطفي جمال او کپتان اسحاق وژل شوي وو، هغوي سره وسله او چاوديدونکي مواد هم وو، څلور واړو کسانو دمجسټريټ او عدالت په وړاندې دخپلو جرمونو اعتراف کړى او ټولو ته دمرګ سزاورکړل شوې وه.

رضوان دتاج مير خان ځوې

دپوځ ترمخه دغه ترهه ګر دپاکستاني طالبانو يو فعاله غړى دى او داولسي وګړو وژلو، دتاوان لپاره دواپډا ديو ملازم تښتولو او په امنيتي ځواکونو بريدونو کې ککړؤ، دغو بريدونو کې يو افسر او يو عسکر ژوبل شوى و. هغه سره وسله او چاؤديدونکي مواد هم وو او دعدالت په وړاندې يې دخپلو جرمونو اعتراف کړى چې له دې وروستو ورته دمرګ سزا ورکړل شوې ده.

ګل رحمان دزرين ځوې

دپوځ وينا ده دغه ترهه ګر هم دپاکستاني طالبانو يو فعاله غړى وو، په وسله والو پوځونو بريدونو کې ککړ وو او دغو بريدونو کې يو اولسي وګړى او يو عسکر وژل شوي وو، هغه سره چاوديدونکي مواد هم و،هغه دعدالت په وړاندې دخپلو جرمونو اعتراف کړى او ورته ددوو تورونو په اساس دمرګ سزا ورکړل شوې ده.

محمد ابراهيم دمسين ځوې

دپوځ وينا ده ابراهيم هم دطالبانو فعاله غړى و، په امنيتي ځواکونو بريدونو کې ککړ وو دبابو چمتالۍ پول په تباه کولو کې ککړ وو، دغه پيښه کې اولسي وګړي او يو عسکر وژل شوى و، هغه دعدالت په وړاندې دخپلو جرمونو اعتراف کړى او ورته دڅلورو تورونو په اساس دمرګ سزا ورکړل شوې ده

سردار علي دمحمد اکرم خان ځوې

د پوځ وينا سردار علي هم دپاکستاني طالبانو يو فعاله غړى وو، په وسله والو پوځونو بريدونو او دتعليم ادارو تباه کولو کې يې لاس لرلو او دهغه له لوري شوو بريدونو کې عسکر مړه او ژوبل شوي وو،دپوځ په وينا مجرم دعدالت په وړاندې دخپلو جرمونو اعتراف کړى او ورته ددريوو تورونو په اساس دمرګ سزا ورکړل شوې ده.

شيرمحمد خان داحمدخان ځوې

پوځ وايي شيرمحمد دپاکستاني طالبانو يو فعاله غړى وو، په وسله والو پوځونو او امنيتي ځواکونو يې حملې کړې وې او دغو حملو کې عسکر مړه او ژوبل شوي وو، هغه دعدالت په وړاندې دخپلو جرمونو اعتراف کړى او ورته دڅلورو تورونو په اساس دمرګ سزا ورکړل شوې ده.

محمد جواد دمحمد موسي ځوې

دپوځي څانګې ترمخه محمد جواد دپاکستاني طالبانو دتحريک يو فعاله غړى دى، دقانون نافذونکو ادارو په عسکرو او داولسي وګړو وژنه کې ککړ دى، هغه سره وسله او چاوديدونکي مواد وو او دعدالت په وړاندې يې دخپلو جرمونو اعتراف کړى، هغه ته دڅلورو تورونو په اساس دمرګ سزا ورکړل شوې ده.

پېښور کې په ۱۶م دسمبر ارمي پبلک سکول باندې د طالبانو حمله کې د ۱۳۳ ماشومانو په ګډون د ۱۴۹ کسانو د وژنې وروستو پاکستان کې د ترهګرۍ د مقدمو د اورېدونو لپاره پوځي عدالتونه جوړ کړى شوي وو.

پاکستان کې ددغو پوځي عدالتونو په جوړول کيدو دقانون پوهانو او بشري حقونو دډلو له لوري نيوکې شوې وې ، دبشري حقونو ډلو ويلي وو پاکستان دوړاندې څخه دترهه ګرۍ دمخنيوي او عامو عدالتونو موجودګۍ کې پوځي عدالتونو جوړولو ته ضرورت نشته خو دپاکستان حکومت بيا دريځ لري چې هيواد يې دغيرمعمولي حالاتو سره مخ دى نو ځکه دمخنيوي لپاره يې هم غيرمعمولي ګامونو ته اړتيا ده.

XS
SM
MD
LG