لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټوله نړۍ کې ٢٠٠ خبريالان زندانونو کې دي،راپور


فريډم هاؤس نومې ډلې وړاندې پخپل راپور کې ويلي ټوله نړۍ کې دصحافت ازادي ډيرې کمې درجې ته رسيدلې.
فريډم هاؤس نومې ډلې وړاندې پخپل راپور کې ويلي ټوله نړۍ کې دصحافت ازادي ډيرې کمې درجې ته رسيدلې.

دخبريالانو دتحفظ نړيوالې ډلې کميټي ټو پروټکټ جرنلسټس ( سي پي جى) ويلي دي ټوله نړۍ کې دا مهال خواوشا ٢٠٠ خبريالان زندانونو کې دي.

فريډم هاؤس نومې ډلې وړاندې پخپل راپور کې ويلي ټوله نړۍ کې دصحافت ازادي ډيرې کمې درجې ته رسيدلې.

دراپور ترمخه ټوله نړۍ کې يواځې ١٣ فيصده ابادي دصحافت په ازادۍ عمل کوي، چرته چې دسياسي چارو کوټلى کوريج کيږي، دخبريالانو تحفظ باوري دى ، ميډيا کې رياستي مداخلت دنشت برابر دى او صحافت دقانون يا اقتصادي فشار سره نه دى مخ

سږکال ديونيسکو/ ګوئيلرمو کانوورلډ پريس فريډ اعزاز ترلاسه کوونکې خديجه اسماعيلووا هم اذربائيجان کې داووه نيمو کلونو دبند سزا تيروي.

دنهې په ورځ دفن لينډ ترټولو لويې ښار هيلسنکي کې دخبريالانو او ميډيا دتحفظ لپاره کارکوونکي په لويې شمير کې دصحافت دازادۍ دنړيوالې ورځې نمانځلو لپاره راټوليږي.

ترکي کې هم دتير يو کال راهسې دصحافت اادي سختې خطرې سره مخ ده او په دغه مهال دصحافتي ورورولۍ او خبريالانو په ضد په حکومتي کچه ګامونه اخستل شوي.

دخبريالانو دحقونو يو بل تنظيم رپورټرز وداؤټ بارډرز خپل راپور کې ترکي دصحافت دازادۍ دصورتحال په فهرست کې ١٨٠ هيوادونو څخه په ١٥١ نمبر اچولې.

ختيز اؤ دجنوبي افريقا هيوادونو کې هم خبريالان سخت فشار سره مخ دي، که هر څو دکينيا د٢٠١٠م اساسي قانون کې حکومت دميډيا چارو کې دلاس وهنې څخه منعې کړل شوى خو داسې اطلاعات ترلاسه شوي چې دغلته هم دخبريالانو دويرولو پيښو کې زياتوالى شوى، کال ٢٠١٣م کې دغلته حکومت يو ميډيا کونسل جوړ کړى ؤ کوم چې په خبريالانو دسختو جرمانو لګولو ترڅنګ دپريس څخه منظوري شوي دهغوي کارډونه هم منسوخولى شي.

مصر کې دصدر عبدالفتاح السيسي داقتدار دور کې دصحافت ازادي راکمه شوې، السيسي اقتدار ته درسيدو څخه وروستو درې ځله صحافيانو او اديبانو سره ليدنه کړې او په هغوي يې دحکومت له لوري ټاکل شوي حدونه واضحه کړي.

دسي پي جى ترمخه تير کال مصر کې ٢٣ خبريالان بندي کړى شوي کومه چې دچين څخه وروستو دزياتو بندي کړل شوو خبريالانو شميره ده.

چين کې هم دخبريالانو حالت بد دى چرته چې دمعلوماتو دورکړې په اړه سخت قوانين پځايې دي.

روس کې هم ميډيا دموجوده اقتصادي بحران په تناظر کې دفشار سره مخ ده.

دفريډم هاؤس ترمخه امريکا کې دصحافت دازادي صورتحال ډير ښه دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG