لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کويټه کې دپوليسو په ګاډي بمي چاؤدنه،پينځه عسکر ژوبل

 دپوليسو ترمخه دريموټ کنټرول بم له لارې دکوئټې ختيز بايي پاس سيمه کې هاغه مهال دسړک دغاړې بمي چاؤدنه وشوه کله چې دسيمې څخه دپوليسو په ګزمه بوخت يو ګاډى تيريدو، چاؤدنه کې دپوليسو ګاډي ته هم زيان رسيدلى.

دپاکستان دبلوچستان ولايت سرښار کويټه کې دپوليسو په يو ګاډي دسړک دغاړې بمي چاؤدنه شوې چې له امله يې ديو پوليس افسر په ګډون لږ ترلږه پينځه پوليس ژوبل شوي دي.

دپوليسو ترمخه دريموټ کنټرول بم له لارې دکوئټې ختيز بايي پاس سيمه کې هاغه مهال دسړک دغاړې بمي چاؤدنه وشوه کله چې دسيمې څخه دپوليسو په ګزمه بوخت يو ګاډى تيريدو، چاؤدنه کې دپوليسو ګاډي ته هم زيان رسيدلى.

دچاؤدنې څخه وروستو ژوبل عسکر دعلاج لپاره دکوئټې يو سيمه ييز روغتون ته رسول شوي او دپوليسو او ايف سي عسکرو ټوله سيمه پخپله ولکه کې اخستې.

دروغتون دچارواکو وينا ده ژوبلو عسکرو کې ديو حالت سخت دى.

په پوليسو دترسره شوې دغه بمي چاؤدنې پړه تر دې مهاله چا په غاړه نه ده اخستې خو له دې وړاندې بلوچستان کې دبلوڅ بيلتون خوښو جنګيالو له لوري په امنيتي ځواکونو دغه رقم بريدونه ترسره شوي دي.

دبلوچستان بيلا بيلو سيمو کې دبيلتون خوښو ډلو لخوا دتشدد پيښې روانې دي اؤ هغوي په امنيتي ځواکونو، سرکاري ځائيونو اؤ نورو صوبو څخه دکار په غرض په ورتلونکو خلکو خونړي بريدونه کوي.

دپاکستان بلوچستان صوبه دتيرې يوې لسيزې څخه دزياتې مودې راهسې دتاؤتريخوالي سره مخ ده، دفرقه وارانه تشدد اؤ بلوڅ بيلتون خوښو دبريدونو ښکاره بلوچستان صوبه درقبې په لحاظ سره دپاکستان تر ټولو لويه صوبه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG