لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکي په شام کې د داعش ۶۳جنګيالي وژلي


د تُرکي پوځ وئيلي دغه عمليات يې د اتوار په ورځ ترسره کړي دي .
د تُرکي پوځ وئيلي دغه عمليات يې د اتوار په ورځ ترسره کړي دي .

د تُرکي پوځ په يو بيان کې وئيلي شام کې يې په عملياتو کې د تُندروه ډلې داعش ۶۳ جنګيالي وژلي دي .

د تُرکي پوځ وئيلي دغه عمليات يې د اتوار په ورځ ترسره کړي دي . او د جنوبي ترکي د اينکرليک هوايي اډې نه پورته شوې ډرون او توپ خانې پکې کارول شوي دي .

د تُرکي سرکاري ميډيا وئيلي په عملياتو کې راکټې هم داغل شوي دي . د راپورونو ترمخه د تُرکي په فضايي عملياتو کې د داعش وسله وال وژل شوي او ۲۹ په ډرون بريد کې په هدف کړی شوي دي .

دتُرکي لخوا دا عمليات په داسې وخت کې شوي دي چې د اتوار په ورځ د شام د شمالي سرحدي سيمې نه د تُرکي په کيلس ښار کې راکټ داغل شوی ؤ .

يوه بله پېښه کې د اتوار په ورځ د شام سرحدي سيمې سره نزدې د تُرکي په غازي انتپ علاقه کې د پوليس تهاڼې نه بهر بمي چاؤدنه شوې وه او دوه پوليس پکې وژل شوي او ۲۲ نور پکې وژل شوي وو .

پوليس باندې د شوې حملې زمه واري چا نه ده قبوله کړې ، ولې دې وړاندې داعش د ترکي په نورو علاقو کې د دغه ډول حملو زمه واري قبوله کړې ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG