لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکندوز په روغتون بريد،١٦و امريکايي پوځيانو ته سزاګانې


 دغه بريد کې کندوز کې ديو بين المللي طبي امدادي ډلې بې پولې ډاکټرانو په تابيا چليدونکى روغتون په نخښه کړل شوى و چې پکې ٤٢ کسان وژل شوي وو.
دغه بريد کې کندوز کې ديو بين المللي طبي امدادي ډلې بې پولې ډاکټرانو په تابيا چليدونکى روغتون په نخښه کړل شوى و چې پکې ٤٢ کسان وژل شوي وو.

دافغانستان کندوز ولايت کې تيرکال دبين المللي امدادي ډلې په روغتون دامريکايي پوځ فضايي بريد دپيښې پلټنو کې ١٦و امريکايي عسکرو ته انتظامي سزاګانې اورول شوي دي.

دغه بريد کې کندوز کې ديو بين المللي طبي امدادي ډلې بې پولې ډاکټرانو په تابيا چليدونکى روغتون په نخښه کړل شوى و چې پکې ٤٢ کسان وژل شوي وو.

دامريکايي پوځ ددو ستورو ديو جنرال په ګډون چې دکومو عسکرو په ضد انضباطي ګامونه اخستل شوي هغوي کې به په چا هم دفوجدارۍ مقدمه نه چلول کيږي خو دغسې سزا اکثره دنوکرۍ څخه دلرې کيدو علت هم جوړيدى شي.

هيله کيږي افغانستان کې دجګړې څارونکى دامريکايي سنټرل کمانډ جنرال جوزف ووټل به دجمعې په ورځ پينټاګان کې ددغو عسکرو په ضد دګام اعلان کوي.

تيرکال داکتوبر په مياشت کې په روغتون دغه بريد په داسې حال کې شوى و چې طالبانو په شمالي ښار کندوز قبضه کړې وه او امنيتي ځواکونو سره يې سختې نښتې روانې وې.

پوځي پلټنو کې دا خبره مخې ته راغلې چې ددغه فضايي بريد په مهال امريکايي عسکرو په تيروتنې سره روغتون دطالبانو ځاله ګڼلې وه او بمباري يې پرې کړې وه.

چارواکو ويلي وو دغه پيښه دتيروتنې له امله رامينځته شوې وه خو ددغه پيښې دنه رامينځته کيدو په اړه ډير څه کيدى شول.

دغه بريد کې وژل شوو کسانو کې ناروغان او طبي عمله شامل وه او په بين المللي کچه يې غندنه شوې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG