لاس رسیدونکی لینک

جنرال دوستم د امریکا سفر ته نه پریښودل کیږي


General Abdul Rashid Dostum

وتلې امريکايي ورځپاڼه نيويورك ټايمز وايي دافغانستان دولسمشر لمړى مرستيال عبدالرشيد دوستم غواړي دواشنګټن سفر وکړي او په دې اړه خبرې اترې وکړي چې بايد څه رقم دطالبانو مخه ونيول شي.

خو دورځپاڼې په وينا دښاغلي دوستم دواشنګټن ددغه سفر په لاره کې يواځينۍ ستونزه دا ده چې هغه په جنګي جرمونو ککړ دى او امريکا کې ورته هرکلى نه ويل کيږي.
ورځپاڼه ليکي روانه اوونۍ کې امريکايي چارواکو دوستم ته دامريکا دويزې دنه جاري کولو دړکه کړې. ورځپاڼې دګڼو افغان او امريکايي چارواکو له خلې ليکلي دويزې دنه جاري کولو دغه خبر ددوستم دنيويارک او واشنګټن دټاکل شوي سفر څخه څو ورځې دمخه افغان حکومت ته رسول شوى دى.
ورځپاڼې ليکلي دامريکا خارجه محکمې په دې اړه تبصره نه ده کړې او ويلي يې دي چې درازدارۍ دعلتونو له امله دشخصي ويزې په دوسیو بحث نه کوي. دښاغلي دوستم په اړه افغانستان لپاره دامريکا پخواني سفير کارل اي اينکبيري په کال 2009 م کې خبردارى ورکړى و چې دغه هيواد کې ددوستم شتون سره به افغانستان کې شوى زياتره پرمختګ تر ګواښ لاندې راشي. امريکا ته دخپل دغه ختم شوي سفر په اړه ښاغلي دوستم دخالي په ورځ دوائس اف امريکا راډيو سره خبرو کې ويلي ؤ کورنۍ کمزورۍ اؤ امنيتي وضعې هغه ددغه سفر منسوخولو ته اړ کړى، دهغه په دغه ټاکل شوي سفر کې دنشه اي توکو د کاروبار په اړه دملګرو ملتونو يوې ځانګړې غونډې ته وينا کول هم شامل وؤ، په دوستم تور لګولى شي چې هغه دنشه اي توکو دلارې پیسې ترلاسه کوي. په دري ژبه خپره شوې دغه مرکه کې دوستم ويلي "څومره زر چې کيدى شي ماته چې دلته حالات اجازه راکړي نو زۀ په ذاتي توګه دسفر کولو اراده لرم"
"هغه اوريدونکو ته باور ورکړى چې په واشنګټن کې ګڼ ملګري لري او دعوه کوي چې" زۀ دپينټاګون اؤ کانګريس دغړو سره ډير ښه اشنا يم "او هغوي ته به دا وايي چې په افغانستان کې حالات څنګه وو. دوستم وايي "غواړم دهغوي سره په وضعيت وګړيږم" دهغه وينا وه "هغوي ته به دا ستونزه په سنجيدګۍ سره اخستل وي ګنې دقابو څخه به اوځي"
ددوستم امريکا ته دتګ دتوان نۀ لرلو داوږدمهاله معاملې له امله داسې ښکاري چې دغه خبرې اترې کيدل زر تر زره ونه شي. کال 2013 م کې امریکایي استازي ډينا روهرابيکر دبهرنو چارو وزير جان کيري ته خواست کړى ؤ چې هغه ته دې ويزا جاري کړي. په هاغه وخت کې ښاغلي روهرابيکر ويلي وو دافغان حکومت په راتلونکي او دغه هيواد کې په جګړه دبحث کولو لپاره دښاغلي دوستم واشنګټن ته دراوستو هڅه کوي.
خو بيا هغه ته ويزا جاري شوې نه وه، دافغان حکومت دپارولو څخه دبچ کيدو په خاطر دنوم نه څرګندولو په شرط دو لوړپوړو امريکايي چارواکو ورځپاڼې ته ويلي دي او په بل کال دښاغلي دوستم دمرستيال اولسمشر په توګه دټاکل کيدو سره هم داوباما انتظاميې له لوري هغه دامريکا سفر ته دپريښودو نظر کې څه رقم بدلون رانغلو افغانستان کې دجګړې په پيل کې ښاغلى دوستم د مرکزي استخباراتي شبکې دکارکوونکو او ځانګړو عملياتو دځواکونو ترڅنګ دطالبانو دويستلو لپاره جنګيدلى و او په لمړي سر کې هغه دامريکا پوځ ته ډير نزدې و، په يوه موقع هغه شمالي ښار شبرغان کې پخپله ودانۍ کې امريکايي ميلمنو ته هاغه تمانچه ښودلې وه کومه چې دهغه په قول هغه ته په هاغا وخته کې جنرل ټومي ار فرينکس ورکړى وه، جنرال فرينکس په هاغه وخت کې دامريکا دسنټرل کمانډ مشر و. خو ددوستم او دهغه دامريکايي مشرانو ترمينځ اختلافات هاغه مهال راپورته شول کله چې هغه په کابل کې دنوي حکومت په ډاګه مخالفت وکړو. صدر براک اوباما په کال 2009 م کې ويلي وو دهغه انتظاميه به دښاغلي دوستم په ضد دجنګي جرمونو دتورونو پلټنې کوي، دغو تورونو کې ددوستم دمليشې لخوا دسلګونو طالب بنديانو وژنه شامل ده. دغه وژنې په کال 2001 ء کې شوې وې کله چې طالب بنديان په کنټينرو کې بند کړى شوي وو، خوراک او اوبه ورته نه وې، دزياترو ساه خفه شوې وه او ددغه پيښې څخه دژوندو وتلو او عيني شاهدانو ترمخه ځينې طالب جنګيالي هاغه مهال وژل شوي وو کله چې ساتونکو په کنټينرو ډزې وکړې، باور کيږي چې دغه ټول کسان دافغانستان شمالي سيمې شبرغان سره نزدې په دشتي ليلي کې يو اجتماعي قبر کې ښخ کړل شوي وو.
دوژنو تفصلي راپور په کال 2002 م کې مخې ته راغلى و، خو امريکايي چارواکي او دبشري حقونو ډلې وايي دپخواني صدر جارج ډبليو بش انتظاميې ددغو وژنو دپلټنو دهڅو مخه نيولې وه، دوستم په هاغه وخت کې دسي ايي اى په پيرول باندې و او دبش انتظاميې ويره لرله چې پلټنې به افغان حکومت کمزورى کړي، په دغه حکومت کې ښاغلى دوستم په هاغه وخت کې ددفاع چارواکى و

XS
SM
MD
LG