لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاک وهند خارجه سکترانو ليدنه،په مهمو چارو خبرې


دپاکستان خارجه سکتر اعزاز احمدچوهدري دافغانستان په اړه دايشيا دزړه غونډه کې ګډون لپاره دنهې په ورځ نوي ډيلي ته رسيدلى
دپاکستان خارجه سکتر اعزاز احمدچوهدري دافغانستان په اړه دايشيا دزړه غونډه کې ګډون لپاره دنهې په ورځ نوي ډيلي ته رسيدلى

درقيبو ګاونډي هيوادونو پاکستان او هند دخارجه سکترانو ترمينځ دنهې په ورځ نوي ډيلي کې ليدنه شوې ده.

دپاکستان خارجه سکتر اعزاز احمدچوهدري دافغانستان په اړه دايشيا دزړه غونډه کې ګډون لپاره دنهې په ورځ نوي ډيلي ته رسيدلى او دغلته يې خپل هندي سيال ايس جى شنکر سره ليدنه کړې ده.

دپاکستان دبهرنو چارو دوزارت وياند نفيس ذکريا دټولنيزو تماسونو دويب پاڼې ټويټر له لارې ددغه ليدنې دتفصيلاتو دښودلو په مهال ويلي ددغه ليدنې سره ددوه اړخيزه معاملو لړ کې دخبرو اترو يوه مهمه موقع ترلاسه شوې ده.

نفيس ذکريا دعوه کړې ده چې دغه ليدنه کې دکشمير په ګډون په ټولو مهمو معاملو خبرې اترې شوي دي.

دهندي ميډيا راپورونه وايي ددغه ليدنې په مهال که پاکستان دجمو او کشمير ستونزه مرکزي ګرځولې نو هند هم دپټهان کوټ بريد او ددې پلټنې مهمې بللي دي.

دميډيا راپورونو ترمخه دليدنې په مهال هند دپټهان کوټ معامله راپورته کړې او پاکستان څخه يې دغه بريد کې دککړو کسانو په ضد دګامونو اخستو دباور ورکولو غوښتنه کړې ده.

دپاکستان دبهرنو چارو دوزارت وياند نفيس ذکريا وينا ده دهند خارجه سکتر سره دليدنې په مهال دکلبهوشن ياديو معامله هم راپورته کړل شوې او دې لړ کې انديښنه ښکاره کړل شوې ده.

دپاکستان خارجه سکتر اعزازاحمدچوهدري ويلي دي پاکستان دهند په ګډون ټولو ګاونډي هيوادونو سره دوستانه اړيکو ته ليواله دى.

دافغانستان په اړه بين المللي دايشيا دزړه داستنبول پراسې وزارتي غونډه تيرکال ددسمبر په مياشت کې دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې شوې وه چې پکې دهند دبهرنو چارو وزيرې سُشما سوراج هم ګډون کړى و.

دسُشما سوراج او پاکستاني وزيراعظم دبهرنو چارو دصلاح کار سرتاج عزيز ترمينځ تيرکال ددسمبر مياشت کې شوې ليدنه کې ددوه اړخيزه خبرو اترو په پرځايې کولو اتفاق شوى و او ويل شوي وو چې ددواړو هيوادونو دخارجه سکترانو په کچه خبرې اترې به په ١٥مه جنورۍ اسلام اباد کې کيږي.

خو سږکال دجنورۍ دمياشتې په پيل کې دهند سرحدي سيمه پټهان کوټ کې دهندي فضاييې په اډه دبريد څخه وروستو دخبرو اترو دغه عمل تر دې مهاله نه دى پيل شوى.

هند تور لګوي پټهان کوټ کې دفضاييې په اډه بريد پاکستان کې دموجودې تندروه ډلې جيش محمد جنګيالو ترسره کړى و او ددغه معاملې پلټنې کوونکې پاکستاني ډلې اوس اوس دهند سفر هم کړى و.

هند له دې وړاندې ويلي وو پاکستان سره خبرې اترې په دې خبره اډاڼه لري چې دغه هيواد دترهه ګرو او په ځانګړې توګه دجيش محمد دمشر مسعود اظهر په ضد ګامونه اخلي.

هند په دې نظر دى چې دپټهان کوټ دبريد منصوبه بندي هم مسعود اظهر کړې وه.

ددواړو هيوادونو ترمينځ اړيکې هاغه مهال تاوژنې شوې وې چې سږکال دفرورۍ په مياشت کې پاکستان دبلوچستان څخه دکلبهوشن ياديو په نوم يو تن ونيولو او دعوه يې وکړه چې هغه دهند جاسوس و.

خو هند يو بيان کې ويلي وو کلبهوشن دهندي بحرييې څخه دوخت څخه دمخه ريټايرمنټ اخستى و او له دې وروستو يې حکومت سره څه رقم اړيکې نه وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG