لاس رسیدونکی لینک

دطالبانو دعوه رد، د سورن سنګهـ وژنه سياسي دښمني ګرځول شوې  


سردار سورن سنګهـ يو پاکستانى سِکهـ ډاکټر، خبريال، سياست دان اؤ د خيبرپښتونخوا صوبې د وزيراعلي پرويز خټک داقليتي چارو مشاور ؤ .

د خېبرپښتونخوا صوبې د ملاکنډ ډويژن د پوليس مشر ډي ائي جي ازادخان وئيلي سردار سورن سنګهـ په سياسي دښمنۍ کې وژل شوی دی . او د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) لخوا د هغه د وژنې زمه واري قبلول رښتيا نه دي .

ډي ائي جي ازادخان نن د ګل په ورځ پېښور کې يوې خبري غونډې ته په وينا کې وويل د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ائي) ډلې يو ځايي مشر بلديو کُمار د سورن سنګهـ د وژنې په شا لاس درلود . بلديو کُمار د سورن سنګهـ د وژنې دپاره نورو کسانو ته پېسې ورکړې او په هغوي يې وژلی دی .

سردار سورن سنګهـ په خېبرپښتونخوا صوبه کې د واکمنه ګوند (پي ټي ائي) د صوبايي اسمبلۍ غړی او د وزيراعلی د اقليتي چارو مشاور ؤ . هغه د جمعې په ورځ د بونير ضلعې په پيربابا کلي کې په داسې مهال وژل شوی ؤ چې خپل کور ته روان ؤ .

د سردار سورن سنګهـ دوژلو زمه واري د مُلا فضل الله په مشرۍ دپاکستاني طالبانو تندروه ډلې (ټي ټي پي) قبوله کړې وه .

پوليس افسر خبري غونډي ته وويل "بلديو کُمار د سورن سنګهـ په ځاې په انتخاباتو کې برخه اخستل غوښته، خو چې کله پارټۍ هغه ته ټکټ ور نه کړو نو کُمار بيا د سردار د وژنې پلان جوړکړو".

​پوليس افسر زياته کړه د سورن سنګهـ په وژنه کې د بلديو کُمار په ګډون شپږ کسان نيول شوي دي . هغه وويل کُمار ـ عالم خان نومې کس له پېسې ورکړي او عالم بيا په نورو کسانو (اجرتيانو) سردار وژلی دی او د هغه د وژنې دپاره لس لاکه روپۍ ورکړی شوي دي .

ازاد خان زياته کړه د وژنې په مقدمه کې د ترهګرۍ مادې شامل کړی شوي دي ځکه چې دغې پېښې د علاقې په خلکو او اقليتي ورورولۍ کې سخته ويره خوره کړې ده .

د ټي ټي پي د زمه وارۍ قبلولو د پوښتنې په ځواب کې پوليس افسر وويل مونږ ته چې تراوسه په کېس کې کوم ثبوتونه ترلاسه شوي هغه څيړو . او په سمدستي ډول مونږ د طالبانو دعوې ته رښتيا نه شو وئيلی . هغه وويل ټي ټي پي له دې وړاندې هم دغه ډول دعوې کړي چې بيا رښتيا نه دي ثابت شوي .

ډي ائي جي وويل سردار ته د ساتنې دپاره دوه پوليس ورکړی شوي وو خو نوموړي به بونير او خپل کلي کې ځان سره پوليس نه ګرځول او وئيل به يې چې هغه ته په خپل کلي کې د سيکيورټۍ هيڅ ضرورت نشته .

د پوليس په وينا د سورن سنګهـ د وژنې مرکزي کردار د اتوار په ورځ د سوات په بريکوټ سيمه کې نيول شوی ؤ .

سردار سورن سنګهـ يو پاکستانى سِکهـ ډاکټر، خبريال، سياست دان اؤ د خيبرپښتونخوا صوبې د وزيراعلي پرويز خټک داقليتي چارو مشاور ؤ . هغه په کال ٢٠١١م کې پاکستان تحريک انصاف کې د شامليدو نه وړاندې نزدې نهه کاله د جماعت اسلامي پاکستان غړى پاتې شوى ؤ .

XS
SM
MD
LG