لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دې دحقاني شبکې په ضدکوټلي ګامونه پورته کړي، امريکا


الزبتهـ وئيلي دغه ډول بريدونه د امريکا، پاکستان او افغانستان لخوا په دغه هېواد کې د سولې او روغې جوړې هڅې کمزورې کوي .
الزبتهـ وئيلي دغه ډول بريدونه د امريکا، پاکستان او افغانستان لخوا په دغه هېواد کې د سولې او روغې جوړې هڅې کمزورې کوي .

امريکا وئيلي تېره اونۍ په کابل کې د شوي بريد نه وروستو يې په پاکستان زور راوړی چې د حقاني شبکې په ګډون د ټولو وسله والو ډلو په ضد دې بغېر د څه تفرقه کوټلي ګامونه واخلي .

په واشنګټن کې خبري غونډې ته په وينا کې د سټېټ ډيپارټمنټ یا د خارجه وزارت د مطبوعاتو د څانگې یوې چارواکې الزبتهـ ټروډيو وئيلي امريکا تل د پاکستان لوړ پوړو چارواکو ته خپله اندېښنه څرګند کړې ده چې پاکستان د افغان طالبانو په لړ کې نرمه رويه دوامداره ساتي او حقاني شبکه د پاکستان خاوره کاروي .

الزبتهـ وئيلي مونږ (امريکا) د تېرې اونۍ د بريد نه پس د پاکستان په حکومت بيا زور راوړی چې خپله ژمنې په ځاې کړي او د ترهګرو ډلو په ضد بغېر د څه فرقه عمليات وکړي او د کومې ډلې سره د اړيکو پرته دې د حقاني شبکې په ضد کوټلي ګامونه پورته کړي .

د تېر نهې په ورځ کابل کې د وسله والو طالبانو په يو بريد کې نزدې ۷۰ کسان وژل شوي او په سلګونو نور ژوبل شوي وو .

الزبتهـ وئيلي دغه ډول بريدونه د امريکا، پاکستان او افغانستان لخوا په دغه هېواد کې د سولې او روغې جوړې هڅې کمزورې کوي .

په کابل کې د شوي بريد نه پس افغان صدارتي وياند دوا خان مينه پال ادعا کړې وه چې پاکستان د وسله والو ډلو او حقاني شبکې ملاتړ کوي او دا ډلې دغه رقم بريدونه کوي .

دغې پوښتنې ته چې (امريکا د پاکستان دپاره نرمه رويه ساتي او په پاليسو يې په ډاګه نيوکې نه کوي ځکه پاکستان د وسله والو ملاتړ کوي ، الزبتهـ په ځواب کې وئيلي د پاکستان چارواکو په خپله بيا بيا دا ژمنه کړې ده چې بغېر د څه فرقه د ټولو وسله والو په ضد عمليات کوي . او مونږ پرله پسې پاکستان ته دغه خبره ورپه ګوته کړې ده خپلې ژمنې وفا کړي .

په کابل کې د افغان استخباراتو په دفتر د شوي بريد نه پس صدر اشرف غني وئيلي ؤ چې طالبانو سره دې نښتو کې هيڅ رقم نرمي ونه کړی شي .

صدر اشرف غني ترهګرو ته په مخاطب کولو سره وئيلي ؤ چې مونږ ستاسو د وژلو اراده نه لرله خو تاسو مونږ په دغسې کولو مجبوره کړو . نوموړي وئيلي ؤ مونږ د خپلو خلکو د وينې د يو يو څاڅکي بدل اخلو .

او وروستو افغان اجرائي رئيس عبدالله عبدالله د مۍ د مياشتې په دويمه نېټه د پاکستان خپله ټاکلې دوره هم منسوخ کړې ده .

د پاکستان خارجه دفتر په کابل کې شوی بريد په سختو ټکو کې غندلی ؤ .

د پاکستان د خارجه دفتر لخوا په جاري شوي يو بيان کې په دغه پېښه کې د اغېزمنو سره د خواخوږۍ څرګندونه شوې او وئيل شوي ؤ چې پاکستان د هر قسمه ترهګرۍ غندنه کوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG