لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف وايي عدالتي کميشن لپاره به مشر قاضي ته خط ليکي


 دجمعې په شپه قام ته په ټي وي خپله وينا کې وزيراعظم وويل هغه دمخالفينو مطمئين کولو لپاره عدالتي کميشن جوړولو ته تيار دى اؤ که چرې دتحقيقاتو په نتيجه کې په هغه کوم تور ثابت شو نو کور ته به ځي.
دجمعې په شپه قام ته په ټي وي خپله وينا کې وزيراعظم وويل هغه دمخالفينو مطمئين کولو لپاره عدالتي کميشن جوړولو ته تيار دى اؤ که چرې دتحقيقاتو په نتيجه کې په هغه کوم تور ثابت شو نو کور ته به ځي.

وزيراعظم نوازشريف اعلان کړى چې دهغه حکومت به دپاناما ليکس دتورونو پلټنو لپاره دسترې محکمې مشر قاضي ته خط ليکي اؤ دعدالتي کميشن دجوړولو خواست به کوي.

دجمعې په شپه قام ته په ټي وي خپله وينا کې وزيراعظم وويل هغه دمخالفينو مطمئين کولو لپاره عدالتي کميشن جوړولو ته تيار دى اؤ که چرې دتحقيقاتو په نتيجه کې په هغه کوم تور ثابت شو نو کور ته به ځي.

هغه وويل عدالتي کميشن چې څه سفارشونه کوي مني به يې، خو پوښتنه يې وکړه چې که چرې کميشن کې په هغه لګيدلي تورونه ثابت نۀ شول نو ايا تورونه لګونکي به دقام څخه په دواړه لاسه بخښنه غواړي؟

خپله وينا کې نواز شريف وويل هغه تورونو لګونکو ته چيلنج ورکوي چې که چرې کوم ثبوت لري نو دکميشن په وړاندې دې يې پيش کړي.

وزيراعظم وويل هغه قام ته پخپله تيره وينا کې دپاناما ليکس په نتيجه کې پخپله کورنۍ دلګيدونکو تورونو پلټنو لپاره دسترې محکمې دريټائرډ جج په مشرۍ کې دکميشن جوړولو اعلان کړى ؤ.

هغه وويل دکومې غوښتنې پرته يې دکميشن دجوړولو اعلان کړى ؤ خو ددې څخه وروستو ځينې حلقې دکميشن دجوړيدو په لاره کې خنډان راپورته کوي اؤ په مختلفو تورونو لګولو سره دججانو دبدګمانه کولو هڅې کوي.

هغه وويل که هر څو پاناما ليکس کې دهغه په ذات کوم تور نۀ دى لګول شوى خو دجمهوري وزيراعظم په حيث يې خپله ذمه واري پوره کړه، وزيراعظم وويل يوځل بيا ځان اؤ خپله کورنۍ داحتساب لپاره وړاندې کوي.

له دې وړاندې دپاکستان اليکشن کميشن دمنتخبو اولسي استازو دمالي اثاثو تفصيلات جاري کړي وؤ چې ترمخه يې وزيراعظم نوازشريف دخواؤشا دوؤ اربو اؤ دمخالف ګوند تحريک انصاف مشر عمران خان ديو ارب اؤ يو ديرش کروړو روپو داثاثو مالکان دي.

درې ورځې دمخه دپاکستان دپوځ سرلښکرجنرل راحيل شريف هيواد کې دټولو احتساب ضرورى ګرځولى ؤ اؤ يوه ورځ دمخه يې ځينې پوځي مشران هم دبډو رشوتونو په تور دخپلو عهدو څخه لرې کړي وؤ.

څو اوونۍ دمخه دپاناما لا فرم ”موساک فونسيکا“ کې نامعلومو سرچينو واشنګټن کې قائم انټرنيشنل کنسورشيئم اف انويسټيګيو جرنلسټس( ائي سي ائي جى) نومې يو تنظيم ته دفرم يو کروړ اؤ ١٥ لکه اسناد ورکړي وو چې ترې معلومه شوې د نړۍ ترټولو طاقتورو شخصياتو خپلو ملکونو کې دټيکسونو څخه بچ کېدو لپاره پيسه دملک نه بهر ليږلې اوهلته پرې کاروبارونه کوي .

په دغو شخصياتو کې دپاکستاني وزيراعظم نوازشريف ددريوؤ بچو مريم، حسن اؤ حسين نومونه شامل دي، ريکارډ څخه په ډاګه کيږي چې دغه کسان دبهرنو کمپنيو په ذريعه لندن کې دجائيداد مالکان دي . دپوځ دسرلښکر له لوري دپوځي افسرانو دلرې کولو څخه څو ساعته وروستو دوزيراعظم نوازشريف په مشرۍ دلوړې کچې يوه غونډه هم شوې ده چې پکې وفاقي وزيرانو، مشيرانو اؤ دهغه ځانګړو مرستيالانو ګډون کړى اؤ دپاناما ليکس لپاره يې دکميشن دجوړولو اؤ ملک په سياسي صورتحال غور کړى دى.

دغونډې په مهال وزيراعظم ته مشوره ورکړل شوې چې هغه دې دپاناما دستاويزاتو دانکشافاتو پلټنې دپخواني جج څخه ځکه نۀ کوي چې دهغه کوم قانوني حيثيت نشته اؤ ددې ترڅنګ دپخواني قاضي په مشرۍ کې په کميسيون مخالف اؤ ائتلافي ګوندونه هم رضا نۀ دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG