لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بونير:وسله والو دوزيراعلي داقليتي چارو مشاور سورن سنګهـ وژلى


سردار سورن سنګهـ
سردار سورن سنګهـ

دخيبرپښتونخوا په بونير سيمه کې صوبه کې دواکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف دصوبائي اسمبلۍ غړى اؤ دخيبرپښتونخوا دوزيراعلي پرويز خټک داقلیتي چارو مشاور سردار سورن سنګهـ وسله والو په ډزو سره وژلى دى.

دسردار سورن سنګهـ دوژلو پړه دمُلا فضل الله په مشرۍ دپاکستاني طالبانو تندروه ډلې په غاړه اخستې ده.

يو بيان کې طالب وياند محمد خراساني دپيښې پړه په غاړه اخستې اؤ وئيلي يې دي چې پاکستان کې به داسلامي نظام تر قائميدو دهغوي مزاحمت کې کمى نۀ راځي.

دپوليسو ترمخه يوه غونډه کې دګډون څخه وروستو سورن سنګهـ دبونير پيربابا سيمه کې خپل کور ته روان ؤ چې په دغه مهال پرې په موټر سائيکل سورو وسله والو ناتاره ډزې وکړې اؤ سورن سنګهـ يې پسر په ډزو وويشتلو چې له امله يې هغه په موقع ساه ورکړه.

پيښې څخه وروستو سيمې ته په ګڼ شمير کې پوليس عسکر رسيدلي اؤ دلټونې عمليات پيل يې پيل کړي دي.

دخیبرپښتونخوا صوبې وزیراعلي پرویزخټک اؤ ګورنر اقبال ظفرجهګړا د سردار سورن سنګهـ د وژنې په سختو ټکو کې غندنه کړې اؤ وئیلي دي چې د ترهګرۍ دغه ناوړه پیښې د ټولې خیبرپښتونخوا اؤ پاکستان د خلکو زړونه دردولي دي.

وائس اف امریکه ډیوه ته پخپلو رالیږلو بیلابیلو د غمرازۍ پیغامونو کې وزیراعلي اؤ ګورنر وئیلي ددغسې ناوړه پیښو په رامینځته کولو سره ترهګر نه شي کولی د قام همت اؤ ولولې ته ماته ورکړي

ډاکټر سورن سنګهـ يو پاکستانى سکهـ ډاکټر، خبريال، سياست دان اؤ دخيبرپښتونخوا دوزيراعلي پرويز خټک داقليتي چارو مشاور ؤ.

هغه په کال ٢٠١١م کې پاکستان تحريک انصاف کې دشامليدو څخه دمخه تر نهو کلونو دجماعت اسلامي پاکستان غړى پاتې شوى ؤ.

دپاکستان حکومت که هر څو اقليتونو ته دپوره حقونو ورکولو اؤ دهغوي دتحفظ لپاره دګامونو اخستو دعوې کوي خو دمسلمانانو اکثريتي دغه هيواد کې اقليتي ورورولۍ سره تعلق لرونکي زياتره خلک ځان غيرمحفوظ ګڼي.

له دې وړاندې هم پاکستان کې اقليتي ورورولۍ سره په تعلق لرونکو حکومتي مشرانو اؤ نورو خلکو حملې شوي اؤ وژل شوي دي چې پکې دمذهبي چارو پخواني وفاقي وزير شهباز بهټي دوژلو ، داقليتي ورورولۍ سره دتعلق لرونکې آسيه بي بي لپاره په غږ پورته کولو دپنجاب دپخواني ګورنر سلمان تاثير دوژلو اؤ دلاهور په رادها کشن سيمه کې دښختو په يوه بهټۍ کې ديوې عيسائي ښځې اؤ خاوند دسوځولو پيښه شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG