لاس رسیدونکی لینک

صدر اوباما وائي برطانيې ته اروپائي اتحاديه کې پاتې کيدل پکار دي


دهغه ددغه څرګندونو مقصد برطانوي اولس اروپائي اتحاديه کې پاتې کيدو لپاره قائلول دي،صدر اوباما دغه څرګندونې دزيارت په ورځ دشپې ناوخته لندن ته درسيدو څخه وروستو دټيلي ګراف په نوم ورځپاڼه کې ليکلي يو مضمون کې کړي دي.

امريکائي صدر براک اوباما دزيارت په ورځ په برطانيې ټينګار کړى چې دترهه ګرۍ په ضد نړيواله جګړه کې مرستې لپاره دې دخپلو اروپائي ائتلافيانو سره نزدې اړيکې وساتي.

دهغه ددغه څرګندونو مقصد برطانوي اولس اروپائي اتحاديه کې پاتې کيدو لپاره قائلول دي،صدر اوباما دغه څرګندونې دزيارت په ورځ دشپې ناوخته لندن ته درسيدو څخه وروستو دټيلي ګراف په نوم ورځپاڼه کې ليکلي يو مضمون کې کړي دي.

اوباما دبرطانيې په سرکاري دوره دى دکومې مقصد چې برطانوي اولس په دې خبره قائلول دي چې هغوي دې په ٢٣م جون متوقع ريفرنډم کې د٢٨ ملکي اروپائي اتحاديې دپريښودو پريکړه نۀ کوي.

امريکائي صدر په برطانيې غږ کړى چې اروپائي اتحاديه کې دې پاتې شي اؤ وئيلي يې دي چې ددغه پريکړې سره به برطانيه مضبوطه شي، خو هغه دا هم وئيلي دي چې برطانيه دې داروپائي اتحاديې برخه وي که دا غوڅه پريکړه کول به برطانوي ووټرانو ته کول وي.

اوباما وائي داستخباراتي معلوماتو دراکړې ورکړې ،دترهه ګرۍ دمخنيوي څخه واخله ملازمتونو پيدا کولو اؤ اقتصادي پرمختګ لپاره دترسره شوؤ لوظنامو پورې دغه رقم مرسته که چرې ټولې اروپا سره وکړل شي نو دا زياته موثره ثابتيدى شي.

برطانيې هاغه مهال په ٢٨ؤ هيوادونو مشتملې اروپائي اتحاديې څخه دبيليدو په پوښتنه هيواد کې دريفرنډم پريکړه کړې وه کله چې فرورۍ کې وزيراعظم ډيوډ کيمرون اؤ اروپائي چارواکي دبرطانيې په اروپائي اتحاديه کې ساتلو لپاره دځانګړو اسانتياوؤ په لوظنامه متفق شوي نۀ وؤ.

هرکال په لويې شمير کې اروپائي اتحاديې سره تعلق لرونکي مهاجرين برطانيې ته داخليږي اؤ ددغه ځايې دخيرښيګړې دوظيفو څخه ګټه پورته کوي، وزيراعظم کيمرون داروپائي اتحاديې سره تعلق لرونکي دکم امدن خلکو ته ورکړل کيدونکې وظيفې تر څلورو کلونو اودرول غوښتل کوم چې دهغه په قول په ملکي بجټ لويې بوج دى، په دې هغه اروپائي اتحاديې څخه اصلاحات غوښتل خو متفق پرې نۀ شول.

ډيوډ کيمرون وئيلي اروپائي اتحاديې څخه دبرطانيې دبيليدو په اړه دريفرنډم نتيجې به غوڅې وي.

خو هغه ددې خبرې خبردارى هم ورکړى چې اروپائي اتحاديې څخه دبرطانيې دبيليدو صورت کې دملک اقتصادي اؤ ملکي سلامتۍ ته خطره پيښيدى شي.

اروپائي اتحاديه کې دشامليدو څخه وروستو يوهيواد هم ددغه اتحاديې څخه بيل شوى نۀ دى.

XS
SM
MD
LG