لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کُرمه ايجنسي: دملېشې په عسکرو چاؤدنه شوې، يو مړ دوه ژوبل


کرمه ايجنسۍ کې له دې وړاندې هم دغه ډول پېښې رامنځته شوي او په امنيتي ځواکونو وژونکي بريدونه شوي دي .
کرمه ايجنسۍ کې له دې وړاندې هم دغه ډول پېښې رامنځته شوي او په امنيتي ځواکونو وژونکي بريدونه شوي دي .

د پاکستان په قبائيلي سيمه کُرمه ايجنسۍ کې د ملېشې د عسکرو په يو ګاډي د سړک غاړې ښخ بم چاؤدنه شوې چې پکې يو عسکر وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي .

د افغانستان سره په پوله پرتې د پاکستان قبائيلي سيمې کُرمې ايجنسۍ پوليټيکل چارواکو وئيلي دغه پېښه نن د جمعې په ورځ په کوزه کُرمه کې د شهيدانو ډنډ په علاقه کې رامنځته شوې ده .

د چارواکو په وينا په بيزو سر نومې سيمه کې د ګلدګ چيک پوستې سره نزدې د ملېشې د عسکرو ګاډي باندې ښخ بم چاؤدلی دی .

پېښه کې ژوبل عسکر نزدې روغتون ته وړل شوي او د چارواکو په وينا په سيمه کې امنيتي ځواکونو د لټون عمليات پېل کړي دي .

قاري سيف الله محسود چې ځان د طالبانو د حکيم الله محسود ډلې وياند معرفي کوي د چاؤدنې زمه واري يې قبوله کړې او د پينځه عسکرو د وژنې ادعا يې قبوله کړې ده .

کرمه ايجنسۍ کې له دې وړاندې هم دغه ډول پېښې رامنځته شوي او په امنيتي ځواکونو وژونکي بريدونه شوي دي .

نزدې دوه اونۍ وړاندې په کرمه ايجنسۍ کې چارواکو وئيلي وو چې وسله والو جنګيالو د امنيتي ځواکونو په يو چيک پوسټ حملې کړې او په دغه مهال نښته شوې وه چې پکې ١٥ جنګيالي وژل شوي اؤ شپږ نور ژوبل شوي وو .

حکومتي سرچينو وئيلي ؤ چې خواؤشا ٥٠ؤ شکمنو ترهه ګرو د ملېشې په چيک پوستو بريد کړی او امنيتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې په شا تمبولي وو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG